سور صلیب: په لیبیا کې له طوفان وروسته شاوخوا10000 کسان ورک دي

په لیبیا کې له طوفان وروسته شاوخوا ۱۰زره کسان ورک دي
په لیبیا کې له طوفان وروسته شاوخوا ۱۰زره کسان ورک دي

په داسې حال کې چې د لیبیا مقامات وايي د «دانیل» په طوفان کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه شوي، خو سره صلیب خبرداری ورکړی دی چې ممکن د تلفاتو شمېر بیخي زیات وي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو مقام تامیر رمضان او همدغه راز د لیبیا سرې میاشتې کمېټې په یو ویدیو کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: «زموږ ټیمونه په سیمې کې د حالت په ارزولو بوختې دي. خو هغه څه چې وینو او هغه خبرونه چې تر موږ را رسي، د مړه شویو کسانو شمېر بیخي زیات دی. شاید زرګونو ته ورسېږي.»

تامیر رمضان وویل: «اوس کومه مشخصه شمېره نلرو.» خو زیاته یې کړه چې خپلواکې سرچېنې وايي «د ورکو شویو کسانو شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسېدلی» دی.

د لیبیا په ختیځ کې د واکمنې ادارې صدراعظم اسامه حماد د المصار تلویزون ته ویلي دي چې د درنا په ښار کې زرګونه کسان مړه شوي او ورک شوي دي. هېڅ یوې طبي سرچېنې او د بېړنیو چارو کومې ادارې دا شمېر تائید کړي نه دي.

رمضان هیله وښوده چې د سره صلیب او سرې میاشتې کمېټې د تلفاتو دقیق شمېر ومومي.

نوموړي زیاته کړه: «بشري ضرورتونه د لیبیا د هلال احمر او ان د حکومت له توان څخه پورته دي… په همدې اساس، د لیبیا په ختیځ کې حکومت د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.»

نوموړي وويل چې سره صلیب او سره میاشت هم لګیا دي چې د دغه بشري ناورین ته د رسیدګۍ لپاره یوه بېړنۍ غوښتنه برابره کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سور صلیب: په لیبیا کې له طوفان وروسته شاوخوا10000 کسان ورک دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*