سپینه ماڼۍ: طالبان نه تقویه کوو، خو له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، د امریکا حکومت د افغانستان له خلکو سره همکارۍ او ملاتړ ته “پرته له دې چې طالبان پیاوړي کړي” ژمن دی.

کرېن ژان‌پېر پخپل اونیز کنفرانس کې وویل:‌ “تر هغه مو چې وس وي د افغانستان له خلکو سره به همکاري وکړو، پرته له دې چې طالبان تقویه شي. دا ژمنه نه یوازې په تېرو دوو کلونو کې وه، بلکې په تېرو څو لسیزو کې هم وه”.‌

د سپینې ماڼۍ ویانده زیاتوي: “د نجونو د تعلیم د اهمیت په اړه د ولسمشر (بایډن) دریځ یوازې امریکا کې نه، بل کې په ټوله نړۍ کې تل واضح دی. داسې چې په ازاد ډول ژوند وکړي او ښوونځي ته ولاړې شي او وروزلې شي”.

د ۲۰۲۱ کال سپتمبر میاشتکې طالبانو د نجونو د لېسو بیا پرانیستلو مخه ونیوه او سږنی منی د نجونو د زدکړو د بندیز دریم کال پیل شوی دی.

اغلې ژان‌پېر دا هم وویل چې په دې اړه امریکا “د نجونو د تعلیم په څېر خپلې اندېښنې له طالبانو سره په ښکاره مطرح کړې دي او تعقیبوي یې”.

سپینه ماڼۍ ټینګار کوي چې دا تګلاره به د جو بایډن د واکمنۍ تر پایه دوام ومومي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته امریکا له افغانستان سره تر ټولو ډېرې بشري مرستې کړې دي؛‌ په اونیز ډول یې ۴۰-۶۰ میلیون ډالر نغد کابل ته په بشري چارو کې د لګولو لپاره استول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سپینه ماڼۍ: طالبان نه تقویه کوو، خو له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*