سپینه ماڼۍ: غزه کې د امریکا د اوربند غوښتنې په اړه د ایران ادعا ‘په بشپړ ډول ناسمه’ ده

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ایران ادعا “په بشپړ ډول ناسمه” بللې چې ګنې په تیرو دریو ورځو کې امریکا د ایران اسلامي جمهوريت ته پیغامونه لیږلي او په غزه کې یې د اوربند غوښتنه ورڅخه کړې ده.

د امریکا د ملي امنیت یو ویاند د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) د امریکا غږ فارسي څانګې سره په مرکه کې، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندونې “په بشپړ ډول ناسمې” وبللې او زیاته یې کړه: “موږ ایران ته واضح کړې ده چې د جګړې د پراخولو هڅه و نه کړي.”

عبداللهیان د دوشنبې په ورځ وویل: امریکایان له تیرو دریو ورځو راهیسې له یوې خوا موږ ته پیغام راکوي چې موږ د اوربند په لټه کې یو او په دې برخه کې مو اقدامات کړي. خو په عمل کې بیا په غزه کې د عام وژنې او نسل وژنې ملاتړ کوي. موږ هیله لرو چې امریکا ژر تر ژره خپله تګلاره بدله کړي او د اشغالګرو ملاتړ بند کړي.”

خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند د امریکا د ولسمشر جو بایډن او نورو لوړپوړو امریکايي مقاماتو د خبرداریو په تکرارولو سره ټینګار وکړ چې که ایران د جګړې د پراخولو هڅه وکړي، نو له عواقبو سره به یې مخامخ شي.

د امریکا د ملي امنیت دغه ویاند همدارنګه وویل: “موږ په عامه او خصوصي توګه دا روښانه کړې چې موږ د حماس ډلې له خوا د یرغمل شویو کسانود خلاصون غوښتنه کوو… د یرغمل شویو خوشې کول په جګړه کې بشري وقفې ته اړتیا لري. په دې پروسه کې د هرډول ځنډ [مسئولیت] د حماس پر غاړه دی.”

د حماس د اکتوبر اوومې په برید کې، د اسرائیلي چارواکو په خبره، ۱۴۰۰ زیاتره ملکي اسرئیلیان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ اسرئیلیان او د بهرنیو هېوادونو اتباع یرغمل شوي دي.

د حماس د برید په ځواب کې، اسرائیل غزه د خپلو هوايي او ځمکنیو بریدونو هدف ګرځولی چې د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا، تر دوشنبې ورځې پورې، تر ۱۰ زرو زیات کسان چې اکثره یې فلسطیني ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او په لسګونو زره نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سیمې ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې اوربند د حماس وسله والو ته د اکتوبر د اوومې نېټې په څېر د یو برید د تنظیمولو او تکرارولو فرصت برابروي.

خو امریکا له اسرائیل غوښتي چې ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسولو دپاره په ځینو سیمو کې موقتي او مشخصو وقفو ته غاړه کښیږدي. اسرائیل اندیښنه ښودلې چې په جګړه کې وقفوي بشري ځنډ ممکن د حماس د پیاوړتیا لامل شي.

امريکا او متحدينو يې په تکرار سره د حماس برید غندلی، له ځانه څخه د سرائيل د دفاع پر حق یې ټينګار کړى او له حماس څخه يې د ټولو يرغمل شويو کسانو د بې قيد او شرطه خلاصون غوښتنه کړې ده.

امریکايي مقاماتو همدارنګه په غزه کې د ملکي وګړو د خونديتوب او هغوی ته د بشري مرستو په رسولو باندې هم ټینګار کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سپینه ماڼۍ: غزه کې د امریکا د اوربند غوښتنې په اړه د ایران ادعا ‘په بشپړ ډول ناسمه’ ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*