سیول: شمالي کوریا بالستیک توغندی توغولی دی

سیول: شمالي کوریا بالستیک توغندی توغولی دی
سیول: شمالي کوریا بالستیک توغندی توغولی دی

د جنوبي کوریا پوځ وايي چې شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۹مه، یو لنډ واټن ويشتونکی بالستیک توغندی توغولی دی. سيول دا د پيونګ یانګ تر ټولو وروستۍ د پوځي زور نمایش بللې دی:

 سيول دا د پيونګ یانګ تر ټولو وروستۍ د پوځي زور نمایش بللې دی، چې د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو پوځي تمریناتو له ترسره کېدو یوازې څو ورځې وروسته ېې ښي.

د جنوبي کوريا پوځ وايي د «شمالي کوریا په غربي بندري ښار، نامپو کې د یو لنډ واټن ويشتونکي بالستیک توغندي توغول کشف کړي دي.» پوځ ويلي دي چې دغه توغندی په ځايي وخت د «مازديګر ۶ بجې او ۲۰ دقيقې چې د ګرينويچ په وخت ۹ او ۲۰ دقیقې کيږي، توغول شوی دی.»

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې د خپلو توغندیو آزموينې او توپخانه ېې ډزې ډېرې کړي دي. د دغه هیواد رهبر، کیم جونګ اونګ، تېرکال خپل هیواد یو «نه راګرځېدونکی» اټومي ځواک وښود او ژمنه ېې وکړه چې د تکتيکي اټومي وسلو په ګډون به د خپلو پوځي تسلیحاتو تولید په تصاعدي ډول لوړ کړي.

د جنوبي کوریا پوځ ويلي دي چې «د دې امکان شته چې شمالي کوريا له ېوې سېمې څو پر له پسې لنډ واټن ويشتونکي بالستیک توغندي توغولي وي» او دوی په دې هکله خپلې اروزنې کوي.

شمالي کوریا له ډېر وخت راهیسې ټينګار کوي چې اټومې وسلې او توغندویز سیستمونه ېې د خپل دفاع له پاره دي او په عین حال کې ېې د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات تر فشار لاندې راوستي او هغه ېې د یو یرغل له پاره تمریناتو په توګه توصیف کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سیول: شمالي کوریا بالستیک توغندی توغولی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*