سیګار: داعش افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د یو جدي ګواښ په توګه پاتې دی

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر “سیګار” د ایکس په پاڼه په یو راپور کې ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګه نه یوازې دننه په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ لپاره یو جدي ګواښ دی، بلکې دغه ډله د امریکا او د دغه هیواد متحدینو ته هم یو ګواښ په توګه لا پاتې ده.

سیګار د جمعې په ورځ د اپریل ۱۲( وري ۲۴) په دغه راپور کې د روسیې د فدراسیون په پایتخت مسکو کې د موسیقۍ په یو تالار کې د مارچ د میاشتې په ۲۲ تروریستي برید ته چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی وو هم اشاره کړي ده.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر ویلي: ” د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر میاشتې پورې د اسلامي دولت داعش د خراسان څانګه افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د یو ډیر سخت داخلي تروریستي ګواښ په توګه پاتې دی او هم له دغه هیواد څخه د امریکا متحده ایالاتو او د هغې متحدینو ته د یو ګواښ په توګه پاتې دی”.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې له افغانستان څخه د تروریستي بریدونو ګواښ سره همماله د داعش سره د طالبانو د مبارزې په برخه کې د دغې ډلې د قابلیت او لیوالتیا په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ملګرو ملتونو او د سیمې د هیوادونو اندیښنې څرګندنې کړي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د امریکا متحده ایالاتو سره دې د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

په راپور کې د تیر ۲۰۲۳ په وروستیو کې په ایران کې د داعش دوو بریدونو یادونه شوې او ویل شوي چې په عین وخت کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې هم په سیمه کې جدي امنیتي ګواښ را ولاړ کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له خوا د ځینو تروریستانو پر خلاف د اقداماتو په ځای دا ډله په څرګنده تبلیغات کوي چې افغانستان کې هیڅ تروریستي ډله فعالیت نه کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا مسله لا هم څرګنده نه ده چې طالبان کولی شي چې له افغانستان بهر د القاعدې، ټي ټي پي او داعش د اقداماتو او هم افغانستان دننه او ددغه هیواد څخه بهر ته د بهرنیو تروریستانو د ننوتلو او بهر ته د تللو مخه ونیسي.

همداشان د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر افغان امنیتي ځواکونو ته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د وسلو او مهماتو د چمتو کولو چې اوس طالبانو ته په لاس ورغلي هم یادونه کړې او ویلي دي، چې لا د امنیتي اندیښنې وړ مسله ده.

د سیګار په دغه راپور کې ویل شوي چې د تیر۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کې داعش د شعیه ګانو او طالبانو باندې بریدونه زیات کړي وو.

په دې راپور کې ویل شوي چې داعش د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او د روان ۲۰۲۴ د جنورۍ تر میاشتې په افغانستان کې د هزارګانو پر خلاف څلور بریدونه کړي وو.

سیګار وايي چې د داعش ددغو څلورو بریدونو سربیره چې په بغلان، بلخ، کابل او هرات ولایتونو کې یې ترسره کړي په دغه موده کې په افغانستان کې د لسو نورو بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.

په دې راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له قوله ویل شوي چې په داسې حال کې چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د داعش وړتیا کمزورې کړې، خو دا ډله لا هم په مهمو ځایونو د عملیاتو وړتیا لري.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیت او د دغې ډلې د شتون په اړه اندېښنې بې بنسټه بولي او ویلي یې دي چې ‌ځینې هېوادونه د داعش د وړتیا په اړه مبالغه کوي.

ذبیح الله مجاهد، د اپریل درییمه (وري ۱۵) د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې داعش هغه پدیده نه ده چې په افغانستان کې د ستونزو لامل شي.

هغه زیاته کړه: “په دې برخه کې [ د داعش د حضور په اړه] د ځینو هېوادونو تبلیغات ددغه ډلې د پراخ حضور په اړه هڅه ده او یا هم د هغه لپاره کمپاین دی، چې حقیقت نلري او موږ یې ردوو. داعش شتون درلود، خو اوس ځپل شوی او له منځه تللی دی.”

ددغو څرګندونو سره سره داعش د مارچ په ۲۱ ( وري دوییم) په مسکو کې د موسیقۍ په یو تالار د خونړي برید څو ساعته دمخه د کندهار په ښار کې د کابل بانک د یوې څانګې مخ ته یو ځانمرګی برید ترسره کړ چې له امله یې په لسګونو طالبان چې ددغه بانک څخه یې خپل معاشونه اخیستل مړه او ټپیان کړل.

طالبانو حکومت په دې برید کې د دریو تنو ملکي افغانانو وژل کیدل او د ۱۲ نورو ټپي کیدل تائید کړي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سیګار: داعش افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د یو جدي ګواښ په توګه پاتې دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*