د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا پروژې د بشپړېدو تړون لاسلیک شو

شبرغان

د افغانستان «برېښنا» شرکت خبر ورکړی چې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد پروژې د پاتې کار د بشپړولو هوکړه لیک د دغه شرکت او «افغان انویسټ» خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

دغه تړون د چهارشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۴مه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شوی دی.

ملا عبدالغني برادر د دغه تړون د لاسليک په مراسمو کې ویلي چې له دې پروژې به د افغانستان د صنعت د ودې ترڅنګ د برېښنا شرکت ميليونونه افغانۍ ګټه وکړي.

د دغه تړون له مخې، افغان انویسټ شرکت به د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د ۳۰۵.۱۷ کیلومټرو په اوږدوالي سره د پاتې کار ۲۳،۷ سلنه بشپړ کړي.

د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژه به د قراردادي شرکت له خوا په دوو کلونو کې بشپړه شي.

د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، Nترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد د پروژې په بشپړېدو سره به کابل او ګاونډي ولایتونه په ژمي کې د برېښنا د پرې کېدو له ستونزې سره مخ نه شي.

د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان «برېښنا» شرکت خبر ورکړی چې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد پروژې د پاتې کار د بشپړولو هوکړه لیک د دغه شرکت او «افغان انویسټ» خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

دغه تړون د چهارشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۴مه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شوی دی.

ملا عبدالغني برادر د دغه تړون د لاسليک په مراسمو کې ویلي چې له دې پروژې به د افغانستان د صنعت د ودې ترڅنګ د برېښنا شرکت ميليونونه افغانۍ ګټه وکړي.

د دغه تړون له مخې، افغان انویسټ شرکت به د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د ۳۰۵.۱۷ کیلومټرو په اوږدوالي سره د پاتې کار ۲۳،۷ سلنه بشپړ کړي.

د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژه به د قراردادي شرکت له خوا په دوو کلونو کې بشپړه شي.

د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، Nترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد د پروژې په بشپړېدو سره به کابل او ګاونډي ولایتونه په ژمي کې د برېښنا د پرې کېدو له ستونزې سره مخ نه شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا پروژې د بشپړېدو تړون لاسلیک شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*