شمالي وزیرستان کې په چاودنه کې یوولس کارگران وژل شوي

پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې د پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې پر یو موټر بمي چادونه شوې چې په کې لږ تر لږه ۱۱ کارګران وژل شوي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې امنیتي سرچینو امریکا غږ ډیوه ته ویلي، چې دغه پېښه د شوال “ګل میر کوټ” ته نږدې سیمه کې پر هغه موټر باندې شوې ده چې د یوې امنیتي پوستې په ودانۍ کې د کار وروسته یې کارګران د خپلې استوګنې ځای ته انتقالول.

تر اوسه ددغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ په دې پیښه خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي کاکړ د شنبې د شپې ناوخته اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د ایکس شبکې (ټویټر) په پاڼه دا پیښه په سختو ټکو غندلې ده.

ښاغلي کاکړ لیکلي: “د تاوتریخوالي دغه بې رحمه عمل په کلکه غندم او له پیښې د اغېزمنو کورنیو سره پیوستون څرګندوم”.

د رپوټونو له مخې په چاودنه کې د وژل شويو کسانو تړاو له ورڅېرمه یوې بلې جنګ ځپلې قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان سره دی او د پیښې اکثره قربانیان د یو کلي اوسېدونکي دي.

د سیمې د اوسیدونکو د معلوماتو پر اساس د نهه تنه د جنوبي وزیرستان مکین د سیمې د یو وړوکي کلي “سپین کمر” اوسیدونکي و او دوه د جنوبي وزیرستان له بیرمل د سیمې انګور اډې اوسیدونکي وو.

د سیمې اوسیدونکو او حکومتي چارواکو ویلي، چې د پیښې ټول قربانیان د سیمې عام کارګران وو.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون رسنۍ د شوال د سیمې د یو پولیس مشر شیرالله له قوله لیکلي چې په دې موټر کې ټول۱۶ تنه کارګران سپاره وو، ‌چې په چاودنه کې لږ تر لږه یوولس تنه وژل شوي، دوه ټپیان شوي او درې نور د پیښې وروسته بې درکه شوي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه پورې ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه پورې د حملې ذمه واري هم لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د سیمې د اویدونکو د وینا پر اساس د دغې پېښې له امله ټوله سیمه خواخواشینې شوې ده. یو شمیر اوسیدونکي وايي، چې د پیښې قربانیانو په ۲۰۰۹ کې د پاکستان د پوځ د “راهِ نجات” په نوم د پوځي عملیاتو له امله له خپلې سیمې پریښولو ته اړ شوي و او د اته کاله کډوالۍ ژوند د تیرولو وروسته په ۲۰۱۷ کال کې بیرته خپلې سیمې ته ستانه شوي وو.

حکومتي چارواکي وايي په دې پیښه د انګور اډې د سیمې دوه وژل شوي کسان هم ورونه دي.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي. پاکستان حکومت د امنیتي پیښو د زیاتیدو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان په وسله واله ډله اچولی او د افغان حکومت یې دغې ډلې ته په افغانستان کې د پناه په ورکولو او په ازاد ډول د فعالیت د اجازې په ورکولو تورن کړی دی.

خو د افغان حکومت د پاکستان د حکومتي چارواکو دا تورونه بې اساسه بللې دي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "شمالي وزیرستان کې په چاودنه کې یوولس کارگران وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*