شنونکي:جنرال عاصم منیر امریکايي چارواکو سره افغانستان کې د ترهګرو په پټنځایونو خبرې کوي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر واشنګټن ته تللی دی او په افغانستان کې د ادعا له مخې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د امریکا د مرستې په لټه کې دی.

کارپوهان وايي جنرال عاصم منیر د امریکا امنیتي او دفاعي چارواکو د قانع کولو هڅه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت خراسان غوندې وسله والې ډلې نه یوازې پاکستان ته، بلکې د متحده ایالاتو او جهاني ګټو ته ګواښ دی.

په پېښور کې د سیمې د امنیتي چارو شنونکي او لیکوال فخر کاکاخېل له امریکا غږ سره په خبرو، د جنرال عاصم منیر سفر مهم بولي: “خبره دا ده چې جنرال صاحب په یو داسې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کوي چې په پاکستان کې یو منتخب حکومت شتون نه لري، لاهم په هېواد کې یو سرپرست نظام دی، په جمهوري منتخب حکومت کې، په پارلماني سیسټم کې صدراعظم داسې غونډو ته ځي، او په څنګ کې ورسره عسکري قیادت هم ګډون لري. “

کاکاخېل زیاتوي چې د جنرال عاصم منیر تر سفر وړاندې د امریکا چارواکي پاکستان ته ورغلي وو، اوس دی امریکا ته ولاړ او دا سفر له دې پلوه هم مهم دی چې “تر ۱۵ اګست ۲۰۲۱ کال پس چې امریکا او د هغې ایتلافي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، او تر هغه وروسته چې په سیمه کې څه وشول او روان دي، او بیا په تېره د دوحه تړون څخه وروسته کوم هغه ګامونه دي چې په افغانستان کې واکمن طالبان یې نه پورته کوي، او پاکستان غواړي چې طالبان یې پورته کړي”.

شنونکی کاکاخېل وايي، ظاهره خبره چې د پوځ مشر به هلته په امریکا کې دا خبره کوي، “چې تاسو موږ ته دا مسلې جوړې کړې او تاسو ووتلی، دا کټ مټ هغسې وتل وو لکه پخواني شوري اتحاد چې افغانستان پرېښود. که څه هم هغه مهال به جنرال ضیا دا خبره کوله چې لومړی دې د افغانستان دا کشالې هوارې شي، یو متفقه دولت جوړ شي، بیا که شوروي ځي نو ولاړ دې شي. نو که وکتل شي وړاندې شوري اتحاد افغانستان یوازې پرېښود او اوس امریکا په بشپړه توګه افغانستان ته شا کړه، نو زما په اند دا خبره به هم جنرال عاصم په خپلو لیدنو کې ورسره کوي. “

فخر کاکاخېل زیاتوي چې په دې لیدنه کې به د پوځ لوی درستیز عاصم منیر دا خبره راپورته کوي چې د امریکا تر وتو وروسته اوس د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي. خو د پاکستان دغه ادعاوې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت بیا بیا رد کړې او وايي هېڅ یوې ډلې او اشخاصو ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې یوه بل هېواد ته ګواښ راڅېرمه کړي.

پاکستان له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د ټي ټي پي له وسله والو لاس او ګرېوان دی، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبان په واک تر راتلو وروسته دې وسله والې ډلې ترهګر بریدونه زیات کړي دي.

شنونکی فخر کاکاخېل وايي، بله دا چې پاکستان دا مهال له اقتصادي پلوه له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی، نو پر دا مهمه مسله هم به ښايي جنرال عاصم له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي: “ظاهره خبره ده چې د پیسو نړیوال صندوق کې امریکا مهم رول لري، نو پر اقتصادي مسلو به هم خبرې کوي. “

خو په واشنګټن کې د سیمې د سیاسي او امنیتي چارو شنونکی جهانګیر خټک له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د لوی درستیز په توګه دا امریکا ته د جنرال عاصم لومړی سفر دی، همدا یې مهم اړخ دی: “عاصم منیر یوڅو ورځې په واشنګټن ډي سي کې تېرې کړې، هلته یې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن سره ولیدل، بیا د امریکا د ګډو ځواکونو له مشر جنرال چارلس براون سره لیده کاته وکړل، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یې ولیدل، او له ځینو نورو جګپوړو چارواکو سره یې لیدنې شوې دي. خو د دې لیدنو په باب د امریکا حکومت ډېر څه نه دي ویلي، یوازې د دفاع وزارت یو لنډ بیان ورکړی دی چې په لیدنه کې پر سیمه ییزو شخړو، پر ترهګرۍ، د دواړو هېوادونو د ځواکونو پر ملګرتیا او همکارۍ خبرې اترې شوې دي. خو له دې پرته ډېر څه نه دي ویل شوي. “

شنونکی جهانګیر خټک زیاتوي، چې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د ملاقات چې کوم عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي، په هغه کې له جنرال عاصم سره د پاکستاني استخباراتو مشر هم لیدل کېږي. خو د دې ناستې په باب د امریکا خارجه وزارت لاهم هېڅ بیان نه دی خپور کړی.

خټک وویل: ” لیدنې ډېرې شوې دي، خو پایلې یې لاهم څرګندې نه دي. او نه هم د امریکا له لوری یو مهم بیان راغلی دی. البته د دې لیدنو په باب د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې “ای اېس پي ار” یوازې دا بیان راغلی دی، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د امنیتي اړیکو په اړه خبرې اترې شوې دي.”

جهانګیر خټک وايي، چې جنرال عاصم منیر په فلورېډا کې د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ ته هم سفر کړی دی: “دا د امریکا ډېر مهم پوځي مرکز دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې امنیتي حالاتو باندې نظر ساتي. “

منبع

لومړی نظر وکړئ on "شنونکي:جنرال عاصم منیر امریکايي چارواکو سره افغانستان کې د ترهګرو په پټنځایونو خبرې کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*