صدر بايډن وايي د هغه په دفتر او کور کې موندل شویو خفیه دستاوېزاتو کې هيڅ نشته

واشنګټڼ — 

د امريکا ولسمشر جو بايډن ویلي هغه خفیه دستاوېزات چې د هغه یو دفتر او په کور کې موندل شوي پکې هېڅ نشته او په محفوظ ډول د حکومت متعلقه ادارو ته ورکړی شوي دي.

صدر بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کېلېفورنیا ریاست کې د طوفان ځپلو سیمو د دورې په مهال د خبریالانو پوښتنو ته په جواب کې وویل دغه خفیه دستاوېزات په غلط ځای کې اېښودل شوي وو خو چې وموندل شوو نو د انصاف وزارت او نېشنل ارکایوز یا قومي محافظ خانې ته ورکړی شول.

امریکايي صدر زیاته کړه چې د خفیه دستاوېزاتو په لړ کې د حکومتي ادارو سره په مکمله توګه مرسته کوي او امید کوي چې دا مسله به زر حل کړی شي.

بايډن وويل “مونږ په اجله توګه دغه کاغذونه ارکايوز او د انصاف محکمې ته حواله کړي. مونږ پوره پوره تعاون کوو او هيله لرم چې دا به زر حل شي. زه فکر کوم چې په دې کې هيڅ هم نشته.”وايټ هاوس ويلي د بايډن وکيلانو د رازدارۍ ځينې کاغذونه په دويم نومبر د بايډن په پخواني دفتر پېن بايډن سنټر واشنګټن او په 20 ډيسمبر په وېلمېنګټن ډېلاوير د هغه د کور په ګراج کې او بيا په يولسم او دولسم جنورۍ د هغه د کور په لايبرېرۍ کې موندلي وو.

دا انکشاف د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ مقدمه هم پيچيده کوي د چا په اړه چې د انصاف محکمې ويلي ټرمپ چې کله په کال 2021 کې وايټ هاوس پرېښودلو نو د ځان سره يې په سلګونو د راز کاغذات وړي وو او بيا يې د څو مياشتو پورې د واپس کولو نه ډډه کوله.

خو دواړه کيسونه د يو نه بدل دي ځکه بايډن په خپله خوښه کاغذات واپس کړل او هم بايډن او هم يې وکيلانو بيا بيا ويلي چې ياد کاغذات يې په اجله توګه واپس کړي او د ټولو پوښتنو ځوابونو ورکولو ته اماده دي.

اټارني جنرل ميرېک ګارلينډ تېره اوونۍ د ميري لينډ پخوانی اټارني رابرټ هور د انصاف د محکمې تحقيقاتو ته د کتنې د پاره د خصوصي مشير په حيث ټاکلی.

ګارلينډ ويلي خصوصي مشير يې دې له ټاکلی چې يو خو حالاتو دا تقاضه کوله او بل دا چې د انصاف محکمه وښايي په باريکو مسلو کې ازاد احتساب وشي>

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "صدر بايډن وايي د هغه په دفتر او کور کې موندل شویو خفیه دستاوېزاتو کې هيڅ نشته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*