طالبان: نورستان کې د غره ښویدو په پیښه کې ۲۵ کسان مړه شوي

د طالبانو چارواکو ویلي چې تیره شپه د نورستان ولایت د نور ګرام په ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله شل کورونه تر خاورو لاندې شوې، چې له امله یې ۲۵ کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق رسنیو ته په یو استولي ویډیویي پیغام کې ویلي چې د ځاني تلفاتو تر څنګ په دې پیښه کې لسګونه کورونه هم زیانمن شوي دي.

د نورستان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دا پیښه د فبرورۍ ۱۸( سلواغې ۲۹) د شپې ۱۲ بجې رامنځ ته شوې ده.

همداشان ملا جانان سایق ویلي چې تیره شپه د پنجشیر په ولایت کې د واورې د ښویدو له امله په یوکان کې پنځه تنه لادرکه شوي چې د لټون او ژغورلو هڅې یې روانې دي.

د راپورونو له مخې پیښه په سیمه کې د زیات اورښت له امله پیښه شوې ده.

د لویو لارو بندیدل

د بلې خوا د نورستان د ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت رئیس مولوي محمد نبي عادل باختر خبري اژانس ته ویلي چې د زیات اورښت او واورو ښویېدو له امله د کونړ ـ نورستان لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

مولوي عادل ویلي چې اورښت دوام لري خو هڅې پيل شوې چې دغه لاره ژر تر ژره د ترافیکو پرمخ بیرته پرانیځي.

د دغه وزارت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې نن د سالنګ لویه لار هم د واورې د اورښت، توپان، د لیدلو د ساحې د محدودیت او د مسافرو د ځاني او مالي خوندیتوب لپاره د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ په وقفوي ډول تړل شوې ده. دغه وزارت له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا دې پردغه لار تګ راتک نه ‌کوي.

همداشان د بامیان ولایت کې هم د تیرې ورځې د واورو د سخت اورښت وروسته ددغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ لارې هم بندې شوي دي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د روان ژمي درېیمه واوره او د باران اورښت شوي دي، چې له امله یې د ځینو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د تیرې جنورۍ د میاشتې په یو راپورکې په افغانستان کې روان ژمی نسبتآ یو وچ او ګرم ښودلی وو اواندیښنه یې ښودلې وه چې که چیرې په دغه هیواد کې ژر د واورو او باران اورښت ونه شي نو دا هیواد به د سختې وچکالۍ سره مخ شي.

اوچا ویلي چې وچکالي به د للمي او اوبو لاندې کرهڼیزو فصلونو په ځانګړي ډول موسمي فصلونه چې په نغدو پیسو پلورل کیږي او هم د څړ ځایونو بیا زرغونه کیدو ته زیان ورسوي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې دا به په افغانستان کې د وګړو د بې ځایه کیدو سبب هم شي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د راپور له مخې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي چې ددغه هیواد د نفوس ۳۵ فیصده جوړوي د سختې لوږې د حالت سره مخ دي.

یوناما د ډسمبر په لومړۍ نیټه (لیندۍ ۱۰) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې اقلیم اغیزې او فشارونه د میلیونونو افغانانو په ورځني ژوند اغیز کوي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” په دغه اعلامیه کې ویلي چې نږدې ۲۰ میلیون افغانان د دوو خونړیو زلزلو په ګډون د دریو کلونو پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "طالبان: نورستان کې د غره ښویدو په پیښه کې ۲۵ کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*