طالبان: پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د ترانزیټي مالونو د انتقال پرمخ تړلې ده

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لار یو ځل بیا د شنبې د ورځې جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۳) د سهار راهیسې د ترانزیټي مالونو د انتقال پرمخ تړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور محمد حنیف باختر آژانس ته چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ترانزیټي مالونو پرمخ د لارې د بندیدو علت د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د بار وړونکو موټرو له افغان چلوونکو څخه د پاسپورت او ویزې غوښتنه ښودلې ده.

مولوي حنیف ویلي: “د دروازې د تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټر چلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت (طالبانو حکومت) له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورټ غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواو ته د موټر تګ راتګ بند دی.”

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د خونې چارواکو هم ویلي چې پاکستان حکومت د پریکړې پر اساس دا لار د جمعې د ورځې له ماښام راهیسې د ترانزیتي مالونو بار موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کميسار مولوي عبدالجبار حکمت له قوله ویلي چې همداشان پاکستاني سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ ټولو هغو ناروغانو ته، چې پاسپورټ او ويزه نه لري د خیبرپښتونخوا ایالت ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

ددې دمخه دغو ځواکونو هغو ناروغانو ته پاکستان ته د تللو اجازه ورکوله چې د طالبانو له حکومت سره د یوې کړنلارې له مخې به یې د پاسپورټ او ویزو پرته د طالبانو د سرحدي چارواکو له خوا د یو چمتو شوي لیست له مخې هره ورځ د تورخم له لارې پاکستان ته سفر کوه.

د پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې د یوې پریکړې پراساس د لومړۍ ورځې وروسته، هېڅ افغان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته نشي داخلیدلی.

د ‘یو سند رژیم’ په نوم د دغې تګلارې هدف دا ښودل شوی، چې پاکستان ته د ترهګرو او قاچاق کوونکو په ګډون غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.

دا لومړی ځل نه دي چې د پاکستان حکومت د ترانزیټي مالونو د انتقال د افغان موټرچلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کوي ددې دمخه هم د پاکستان د سرحدي ځواکونو د ورته غوښتنې له مخې د تیر ۲۰۲۳ مال د دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله د دډسمبر په میاشت کې د لارې د بندیدو علت د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د افغانستان په خاوره کې د یوې نوې دروازې د جوړیدو مخنیوی بللی و.

دا لارد تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې په ۲۱ (لړم۳۰) هم پاکستاني مقاماتو د ترانزیټي سوداګرۍ په مخ بنده کړې وه، چې بیا بېرته په همغه ورځ پرانیستل شوه.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې دا لار دغه هیواد ته په پاسپورټ او ویزه پرته پر افغانانو باندې د سفر د بندیز د پریکړې پراساس بنده کړې وه.

هغه مهال پاکستاني سرحدي چارواکو د افغان لاریو د ډرایورانو څخه غوښتي و چې پاکستان ته د سفر پر مهال باید ددغه هیواد ویزه ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي چې دمخه به افغان ډرایوران تر پیښور او پاکستاني ډرایوران د جلال اباد پورې د پاسپورټ او ویزو پرته تګ راتګ کاوه.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د اپټا د قانون له مخې دواړه هیوادونه په تړون کې د هر ممکنه بدلون په اړه باید درې میاشتې دمخه یو بل ته خبر ورکړي.

پاکستاني چارواکو ددې لارې د بندیدو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "طالبان: پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د ترانزیټي مالونو د انتقال پرمخ تړلې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*