عاصم منیر: د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی

د پاکستان د پوځ لوی درستیزجنرال عاصم منیر وایي، د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی.

هغه دا خبره پرون چهارشنبې د پاکستان د دولتي او خصوصي پوهنتونو یو شمېر محصلانو ته په یوه غونډه کې کړي او ویلي یې دي چې هغه کسان به چې د ده په خبره، د دوی پراولادونو بریدونه کوي، تعقیبوي.

عاصم منیر همدارنګه ویلي، کله چې پاکستان خپلواک شو، افغانستان یوازېنی هېواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې د پاکستان له غړیتوب سره مخالفت وکړ.

هغه زیاته کړه ستونزه داده چې د پاکستان وګړي تاریخ نه لولي.

ښاغلي منیر د افغانستان د مخالفت دلیل بیان نه کړ، خو دا هېواد تراوسه د ډیورند کرښه چې په دواړو غاړو کې یې پراته قومونه سره جلاکړي، په رسمیت نه پېژني.

د پاکستانۍ ایکسپرس تربیون ورځپاڼې د راپورله مخې، جنرال منیر هغو اعلامیو ته په اشاره چې د پاکستان له ختیځو او لویدیځو ګاونډیانو سره د دې هېواد د بهرني سیاست لومړیتونه په نښه کوي، له هند سره روغه جوړه ردکړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عاصم منیر: د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*