غزني کې په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د غزني د ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ ( وري ۱۲) د تیرو جګړو څخه د یوه پاتې شوي مرمۍ چاودېدلې او نهه ماشومان په کې وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ملا جانان سایق امریکا غږ ته وویل چې دا پیښه د غزني ولایت د ګیرو د ولسوالۍ د ځدراڼو په کلي کې د ماشومانو د لوبو پر مهال د پخوانیو جګړو څخه پاتې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله پیښه شوې ده.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت له خوا د غزني ولایت لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې پیښه کې پنځه نجونې او څلور هلکان چې عمرونه یې د څلورو او لسو کلنو ترمنځ وو وژل شوي وو.

همداشان دغه اژانس د ایکس په ټولنیزه شبکه د یو سمه ییز پولیس له خوا د یو خپور شوي راپور پراساس ویلي چې د یکشنبې په ورځ په یوه بله پیښه کې د هرات په ولایت کې هم د ناچاودو توکو په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ډیرې سیمې یې د ځمکې لاندې پر ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي.

همداشان د دوشنبې په ورځ اپریل اول ( وري ۱۳) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دغه هیواد کې په ماینونو، ناچاودو توکو د جګړو څخه د پاتې چاودیدونکو توکو په چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو زره ملکیان مړه او ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې په افغانستان کې ۳۰۱۱ کیلو متره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شوې، خو لا هم په دغه هیواد کې د ځمکې لاندې ماینونو او د جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د پاکولو لپاره ډیر کار ته اړتیا ده.

په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د پیل سره هم مهاله ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماین پاکو کار پیل کړ، خو اوس لا په دغه هیواد کې ډیرې سیمې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې ادارې “اوچا” د تیر ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شتون په اړه په یو راپور کې ویلي و، چې هره میاشت له ۶۰ څخه زیاتو افغانانو ته چې اکثره یې ماشومان دي د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله اړوي.

” اوچا ویلي: “افغانستان په نړۍ کې [په ماینونو] یو ترټولو ډیر ککړ هیواد دی. د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي”.

اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې درې میلیونه افغانان د ماینونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو سره په هر کیلو مترۍ کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غزني کې په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*