غور کې د معتادو ښځو لپاره د درملنې مرکز نشتوالی د جدي ستونزو لامل شوی دی

۲۷) کلنه ګل افروز چې له څلورو کالو راهيسې نشه کوي، وايي چې لومړی يې مېړه معتاد شو او وروسته يې دا هم نشو ته وهڅوله.

ګل افروز اوس له خپلو وړو بچیانو سره د غور ولایت په مرکز فيروزکوه کې په يوه خټين کور کې اوسيږي.

دا اوس پر خپلو نشو پښېمانه ده او غواړي چې نشه پرېږدي، خو په غور کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره روغتون نه‌شته.

باید دولت د ښځو لپاره روغتون کې جوړ کړي چې ښځې ورشي او درملنه يې وشي.”

نوموړې وايي: “ځای نه‌لرم سرګردانه یم، باید دولت د ښځو لپاره روغتون کې جوړ کړي چې ښځې ورشي او درملنه يې وشي.”

ساړه ژمي او بې‌وزلۍ د معتادینو کورنۍ اندېښمنې کړي دي.

۳۶ کلنه نجيبه او درې لوڼي يې چې نشه کوي، وايي څو ځله د معتادینو د درملنې مرکز ته ورغلې، خو هغوی يې درملنه نه‌ده کړې.

دا مېرمن اندېښمنه ده چې په روان ژمي کې به د خپلو بچیانو ساتنه او پالنه څنګه کوي؟

يوه معتاده مېرمن، انځور - ارشيف
يوه معتاده مېرمن، انځور – ارشيف

نوموړې وايي: “ماشومان مې شپه او ورځ وږي دي، تاسې ورته وګورئ په څه حالت کې دي؟ په ژمي کې ټوله مړه کېږي، په دې خټين کور کې نه د سونګ، نه د خوراک او نه هم د اغوستلو لپاره څه شته، نه پوهېږم چې څه وکړو.”

د غور ولایت ځايي چارواکي هم دا مني چې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د روغتون نشتوالی يوه جدي ستونزه ده.

په دې اړه د دې روغتون مشر ډاکټر عمر لعل زاد ازادي راډيو ته وويل: “موږ د ښځو او ماشومانو درملنه د هغوی په کورونو کې کوو، څرنګه چې په کورونو کې نشه‌يي مواد اسانه پيدا کېږي او زموږ درملنه هم نتيجه نه ورکوي، هيله لرم که هره مؤسسه مرسته کولای شي او یا دولت بودجه لري، د معتادو ښځو او ماشومانو لپاره دې لس بستريز روغتون جوړ کړي.”

ډاکټر عمر لعل زاد
ډاکټر عمر لعل زاد

په غور ولایت کې د ښځو د حقونو فعالان وايي چې، په وروستو کې په افغانستان کې بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او جګړې د دې سبب شوي چې ښځې د اعتیاد په لومه کې ونښلي.

د غور ولایت د ښځو د حقونو يوې فعالي زهرا نيازۍ ازادي راډيو ته وويل: “په غور ولایت کې کورنی تاوتریخوالی، جنګ او بدمرغي، دغه ډول بې‌وزلي او حقوقونو نه ورکول هغه جدي ستونزې دي چې د ډېری ښځو او نجونو د اعتیاد سبب شوي دي.”

د ښځو د حقونو دا فعاله داسې مهال د ښځو د اعتیاد د عواملو يادونه کوي چې، په افغانستان کې ځينو مرستندویه ټولنو په نادولتي ادارو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو پر کار د بنديز له امله خپل فعالیتونه درولي او یا ځنډولي دي.
———————-

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غور کې د معتادو ښځو لپاره د درملنې مرکز نشتوالی د جدي ستونزو لامل شوی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*