د سمندرونو انځورن د فلوریډا له میامي بندره د وتلو په حال کې

فلوریډا له میامي

د نړۍ تر ټولو سترې مساپر وړونکې بېړۍ د فلوریډا له میامي بندره خپل لومړنی سفر پیل کړ، خو له بېړۍ د میتان غاز خپرېدو خطر له امله د چاپېریال د ککړتیا په اړه اندېښنې راپارېدلي.

دا بېړۍ چې د سمندرونو انځورن یا د سمندرونو سېمبول نومېږي ۳۶۵ متره اوږدوالی او۲۰ پوړه لري او تر ۷،۶۰۰ پورې مساپرو ته ځای ورکولای شي. څښتن یې د رویال کاریبین شرکتونو ډله ده.

په دې اوه ورځني سفر کې به دا بېړۍ د کاریبین سیمې یوشمېر ټاپوګانو ته ځي.

چاپېریال ساتونکو سازمانونو خبرداری ورکړی چې کېدای شي هغه طبیعي مایع غاز چې د بېړۍ د چلولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي هوا کې د میتان زیان رسوونکی غاز خپور کړي.

دا بېړۍ د فینلنډ د تورکو سیمې په کارخانه کې جوړه شوې، د باهاما ټاپوکې راجسټر شوې، د لامبو اوه حوضونه او د اوبو د لوبو شپږ پارکونه لري.

د دې بېړۍ پر جوړولو ۲ میلیارډه امریکايي ډالره لګښت شوی او له ۴۰ زیات رسټورانټونه، د شرابو څښلو ځایونه او سالونونه لري.

بېړۍ
د عکس تشریح، دا مساپر وړونکې بېړۍ د لامبو ۷ حوضونه، د شرابو څښلو ډېر ځایونه او رسټورانټونه لري او په پورتني پوړک ې د ساعت تېری او لوبو یو پارک هم لري

که څه هم د سون طبیعي غاز یې د نورو دودیزه سمندري سونتوکو لکه مایع تېلو پرتله پاک سوزي، خو دا خطر شته چې د طبیعي غازو یو برخه هوا کې خپره شي او د میتان زیان رسوونکی غاز هوا کې خپور کړي.

میتان د کاربن ډای اوکسایډ په پرتله د ژوند چاپېریال ته ډېر زیان رسوي چې د نړۍ د تودوخي ډېروالي سبب کېدای شي.

د پاک ترانسپورټ نړیوالې شورا د سمندري پروګرام مشر برایان کومېر د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې “دا په ناسم لوري یو ګام دی”.

هغه ویلي: “زموږ د اټکل له مخې د سمندري سونتوکو په توګه د طبیعي غاز(اېل اېن جي ) کارول د سمندري تېلو پرتله ۱۲۰ سلنه ډېر چاپېریال ته زیان روسونکی غاز تولیدوي”.

د دې اونۍ په لومړیو کې، د پاک ترانسپورټ نړیوالې شورا (ای سي سي ټي) په راپور کې استدلال وشو چې د اوسنیو مقرراتو د اټکل په پرتله په بېړیو کې طبیعي غاز د سونتوکو په توګه کارول د میتان غاز د لوړې کچې خپرېدو سبب کېږي.

مجسمه
د عکس تشریح، د یو لامبو وهونکي مجسمه د بېړۍ د یو داخلي انګړ- ((مرکزي پارک)) پرسر ځړېدلې

د میتان غاز چې چاپېریال ته یو پیاوړی زیان رسوونکی غاز دی، د ۲۰ کلونو په ترڅ کې د کاربن ډای اوکسایډ پرتله ۸۰ځله ډیره تودوخه زېرمه کوي. ددې غازد خپرېدو کمول د نړیوالې تودوخې د زیاتوالي د چټکتیا د کمولو لپاره یو اړین ګام بلل کېږي.

د رویال کاریبین شرکت وايي د هغه معیار په پرتله چې د سمندري بېړۍ نړیوال سازمان د عصري بېړیو لپاره ټاکلی دا بېړۍ ۲۴سلنه لږه انرژي مصرفوي. دا شرکت وايی غواړي چې تر ۲۰۳۵کال پورې داسې بېړۍ رامنځته کړي چې د زیان رسوونکي غاز، خالص خپرېدل صفر ته را ټیټ کړي.

د سمندري مساپر وړونکو بېړیو نړیواله ټولنه وايي دا صنعت د توریزم یا سیاحت یو ګړندی مخ په ودې صنعت دی، ځکه چې په تیېه بیا ځوان خلک ډېره لېوالتیا لري چې بېړیو کې خپله رخصتي تېره کړي او تفریح وکړي.

دا ټولنه وايي د سمندري مساپر وړونکو بېړیو صنعت په ۲۰۲۱ کې نړیوال اقتصاد کې ۷۵ میلیارډه ډاره ونډه درلودلې.

.
د عکس تشریح، په بېړۍ کې د اوبو دغه پارک ((د هیجان ټاپو)) نومېږي

د پنجشنبې پر ورځ، د ارجنټاین د نړیوال جام ګټونکي کپتان لیونېل میسي چې اوس د اېنټرمیامي لپاره لوبه کوي، د دې بېړۍ د نومولو په مراسمو کې برخه واخیسته.

هغه پر یوې پایې باندې- چې د بېړۍ پر دیوال د شامپاینو بوتل د ماتولو د ((ښه بخت)) دودیزو مراسمو لپاره په ځانګړي ډول جوره شوې وه- د فوټبال یو توپ کېښوده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سمندرونو انځورن د فلوریډا له میامي بندره د وتلو په حال کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*