د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې فېسبوک او انسټاګرام ناڅاپه بند شول

فېسبوک او انسټاګرام

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو شکایت کړی چې د مشهورې نړیوالې ادارې مېټا دوه نیټورکونه فېسبوک او انسټاګرام یې ناڅاپه بند شول او لاسرسی ورته نه لري.

رویټرز خبري اداره وایي د دغو ټولنیزو رسنیو فعالیت د امریکا په وخت د ورځې شاوخوا لس بجې ودرېد او شاوخوا یوه نیمه ګنټه یې کېږي خو لا یې بیرته کار نه دی پیل کړی.

د رپوټونو له مخې شاوخوا درې لکه کسانو سمدستي د مېډیا ادارې ته د فېسبوک او څلور لکه کسانو د انسټراګرام د کار نه کولو په اړه شکایت وکړ.

د مېټا ادارې ویاند اینډي سټون پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، “موږ په دې خبر یو چې خلک زموږ خدماتو ته په لاسرسي کې ستونځې لري، موږ اوس پر دې باندې کار کوو”.

د وي او اې په ګډون د غټو مطبوعاتي ادارو هم د ټولنیزو شبکو دې دوو پاڼو ته لاسرسی پرې شوی. ځینو کسانو ویلي چې په یورپي او د جنوبي اېشیا په هیوادونو کې هم د مېټا خدمات ګډوډ شوي او لاسرسی نه ورته کیږي.

د وي او اې ډیوه اکثره خپرونې هم نن سبا له سټلایټ سره سره پر فېسبوک هم په ژوندۍ بڼه خپرېږي خو د فېسبوک د بندېدو له کبله دا خپرونې هم له خنډ سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې فېسبوک او انسټاګرام ناڅاپه بند شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*