د قریشي د نیولو طریقې په پاکستان کې پراخې نیوکې راوپارولې

قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۷ (مرغومي ۶) یو ځل بیا ونیول شو. هغه لږ وروسته له هغه بیا ونیول شو چې د اسلام اباد په څنډه کې د یوې بلې قضايي دوسیې په اړوند په ضمانت خوشې شو.
۶۷ کلن شاه محمود قریشي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیال دی، چې مشر یې زنداني شوی پخواني صدراعظم عمران خان دی. دوی دواړه د واکمنۍ پر وخت د حکومت د هغو محرمو معلوماتو په افشا کولو تر محاکمې لاندې دي چې د متحده ایالاتو پورې هم اړه لري. دغو مشرانو خپله دغه محاکمه د سیاسي ملحوظاتو اړوند د هغوی د بد نامه کولو لپاره یو کمپاین بللی دی.

پولیسو د چهارشنبې په ورځ قریشي یو ځل بیا له زندانه د وتلو پر مهال په داسې حال کې ونیول چې د هغه د کورنۍ غړي او خبریالان له زندان څخه بهر ولاړ وو.

د نوموړي سره د پولیسو له لوري د ناوړه چلند او بیا د پولیسو موټر ته د لېږدولو ویډیو په ټولنیزو رسنیو او پاکستاني ټلویزیوني چینلونو کې په پراخه کچه خپره شوې او د قریشي د ګوند، د سیاستوالو او د مدني ټولنې د فعالانو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د غړو او د هغې د کاندیدانو د ځپلو وروسته، دا نیونې پداسې حال کې شوي چې دغه ګوند د فبرورۍ په میاشت کې په عامو انتخاباتو کې د ګډون لپاره تیاری نیسي. داسې ادعا کیږي چې د دغو نیول کیدو موخه په ټاکنو کې د دوی او عمران خان له ګډون منع کول دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په یو بیان کې ویلي چې “د فاشیست رژیم لاندې په پاکستان کې وضعیت چې د قانون حاکمیت او اساسي قانون ته درناوی نه کوي، د خواشینۍ وړ دی”.

پولیس وايي، قریشي د مې په میاشت کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د پوځ پر تاسیساتو په بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و، خو قریشي دا تورونه ردوي او وایي چې سیاسي انګیزه لري.

تر اوسه د پاکستان سرپرست حکومت چې د شفافو او ازادو ټاکنو د څارنې او ډاډ ورکولو دنده پر غاړه لري، په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د توقیفولو په بڼه نیوکې

د پاکستان د پارلمان د دفاعي اړیکو د کمیټې مشر او یو جګپوړي سناتور مشاهد حسین د قریشي د نیولو پر طریقې سختې نیوکې کړې دي. دغه سناتور د پاکستان په سنا مجلس کې د پاکستان د مسلم لیګ نواز، چې د پخواني صدراعظم نواز شریف ګوند دی، استازیتوب کوي.

حسین په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: “په داسې حال کې چې د پاکستان په شاوخوا کې نړۍ په بدلیدو ده، ددې دا هیواد دننه د شرمناکو صحنو سره په نه ختمیدونکي قبایلي سیاست کې ډوب دی چې نه یوازې په نړیواله کچه پاکستان د خندا وړ ګرځوي بلکې د یو بې قانونه جمهوریت په لور ددې هیواد له تګ څخه د وېرې او ډار نښه ده.”

د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم په ایکس ټولنیزه شبکه د هغه هیواد چارواکو ته لارښوونه کړې چې هیواد داسې لور ته رهبري نه کړي چې په کې “د قانون څخه د معافیت په وجه د بشري حقونو او انساني کرامت څخه سرغړونه کیږي”. علوي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له وفادارانو څخه دی، خو د اساسي قانون له مخې د ولسمشر په توګه د هغه دریځ سمبولیک دی.

د بشري حقونو یو مدافع عمر علي جان د قریشي نیول غندلي او د هغه د خلاصون غوښتنه یې کړې ده. هغه په ایکس چینل کې لیکلي چې “دا نیول نه دي، دا د مافیا رژیم لخوا د ورځې په رڼا کې یرغمل کول دي.”

عمران خان او د هغه دوسیې

۷۱ کلن عمران خان چې تېر کال په پارلمان کې د نه باور رايې له لارې د صدرات له مقام څخه ګوښه ګړای شو، هغه په پارلمان کې دغه رایه اچونه د امريکا تر فشار لاندې د پاکستان د پوځ له خوا صحنه سازي بللې ده، هغه تورونه چې امريکا او اسلام اباد دواړه رد کړي دي.

د عمران خان د ګوښه کیدو راهیسې، د مقاماتو له خوا د هغه پر ضد لس قانوني قضیې درج شوي دي او هغه ادعا کوي چې دا قضیې د پوځ لخوا یوه دسیسه ده چې واک ته د هغه د بیا راستنیدو مخه نیسي.

د اګست په لومړیو کې، عمران خان په فساد تورن شو او په درې کاله بند محکوم شو. هغه دا تورونه ردوي. که څه هم د استیناف محکمې لږ وروسته د هغه د بند دغه سزا لغوه کړه او په ضمانت یې د خوشې کېدو امر وکړ، خو پاکستاني مقاماتو دغه حکم د هغه پر ضد د نورو قانوني دوسیو په وجه رد کړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د قریشي د نیولو طریقې په پاکستان کې پراخې نیوکې راوپارولې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*