قطر کې د افغان نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس پیل شوی، طالبان په کې نشته

قطر کې

په قطر کې د یکشنبې په ورځ ډسمبر لسمه (لیندۍ۱۹) د «هغې زده کړې د ټولو لپاره پرمختګ دی» تر عنوان لاندې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو په اړه یو نړیوال کنفرانس پیل شو، خو طالبان په کې نشته.

د قطر او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډې همکارۍ او د قطر د کړکیچ او بشري څېړنو مرکز په بندوبست دا کنفرانس بلل شوی دی. په کنفرانس کې د نورو بهرنیو میلمنو تر څنګ د افغانستان د ښځو د تعلیم او حقونو ځینې فعالانې هم بلل شوې دي.

په خپلې افتتاحیه وینا کې د کنفرانس کوربنې سوولي باټیبو وویل چې د یوې ټولنې د نیمایي نفوس په زده کړو بندیز لګول خطرناکې پایلې لرلای شي.

هغې وویل، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې زده کړو ته نه پرېښوول کېږي. د باټیبو په وینا که څه هم په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو د بیا واکمن کیدو مخکې په تېرو دوو لسیزو کې د جنګ جګړو باوجود په هغه هېواد کې د نجونو د زده کړې کچه دوه برابره شوې وه.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د افغانستان د ښځو په زده کړو، کار او سیاسي فعالیت او مشارکت باندې بندیزونه ولګول. ملګرو ملتونو دا بندیزونه غندلي او د لېرې کېدو غوښتنه کوي، خو طالبان دا د «افغانستان داخلي مسئله» ګڼي او وايي چې د «شریعت په اساس» نجونو ته حقونه قایل دي.

سوولي باټیبو په خپلو خبرو کې دا پوښتنه وکړه، چې د طالبانو د استازو له موجودیت پرته به دا کنفرانس څنګه وي؟

د ښځو په چارو کې د متحدو ایالتونو استازې رینا امیري دغې پوښتنې ته د ځواب په بڼه وویل: “دا ډېره ښه پوښتنه ده. او دا پوښتنه باید له طالبانو څخه وشي چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې هغوی ولې په هېواد کې دننه افغانې مېرمنې نه غږوي. ولې په هېواد کې دننه او بهر افغان نه غږوي. د تعلیم، د کار او نورو حقونو د غوښتنو په باب چې دوی یې له طالبانو څخه کوي. او نه هم ورسره د خبرو اترو لپاره طالبانو لېوالتیا ښکاره کړې ده.”

دا مطلب هم ولولئ

قطر کې په یو نړیوال کنفرانس کې د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه خبرې کیږي

رینا امیري په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل: “که موږ غواړو چې افغانستان پر عصري لار برابر شي او افغانستان د ټول ګډ کور وي، باید په دې هېواد کې پانګونه وشي، او د دې هېواد په معارف کې باید پانګونه وشي. د دې هېواد پر وګړو باید پانګونه وشي. دا هغه څه دي چې موږ یې په ګډه د کولو هڅه کوو.”

د دوحې ټولنې (Doha Forum) په دغه دوه ورځني کنفرانس یوې ګډونوالې رویا محبوب هم خپلې څرګندونې وکړې. هغې وویل، “د افغانستان ولس بدلون غواړي. “

د رویا په وینا چې دغه بدلون د افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې د لاریونونو او اعتراضیه غونډو په بڼه کې ترسترګو کېږي.

رویا محبوب زیاته کړه: “دا ځکه چې ولس بدلون غواړي، د ښځو د استعدادونو او وړتیاو په باب هم د افغان ولس ذهنیت بدل شوی دی، دوی غواړي چې د دوی نجونې او لوڼې ښوونځيو ته ولاړې شي.”

د افغانستان د زدکړو پخوانۍ وزیره رنګینه حمیدي هم دې غونډته بلل شوې وه. هغې په خپلو خبرو کې وویل، چې طالبان افغان ولس نه دي راوستي، دا د دوحې د خبرواترو په نتیجه کې راغلي دي خو له طالبانو سره باید د خبرو اترو لپاره یو لاره جوړه شي.

رنګینې حمیدي وویل: “نه یوازې دا چې موږ یې راوغواړو بلکې موږ خپله هم باید دومره همت ولرو چې کابل ته ورشو او خبرې اترې ورسره وکړو.”

دوحې دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې دا دی ۸۱۰مه ورځ ده چې نجونې لاهم له لوړو زده کړو بې برخې دي او متوسطه او عالي لېسې یې هم تړل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "قطر کې د افغان نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس پیل شوی، طالبان په کې نشته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*