له پاکستانه را ایستل شویو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو مرسته

ملګري ملتونه وایي د دغه سازمان د بېړني غبرګون صندوق له پاکستانه د را ایستل شویو افغانانو سره ۳ عشاریه ۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېک په یوه خبري غونډه کې وايي، دغه پیسې به د خوړو نړۍوال پروګرام برلاسی کړي څو د ژمي په لړ کې له نږدې ۳۳ زره کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېک زیاته کړه: « د خوړو نړۍوال پروګرام نن د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون له صندوقه د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره د ۳ اعشاریه ۸ ملیون ډالرو مرستې هرکلی وکړ چې له پاکستانه افغانستان ته اړول شویو ته ځانګړې شوې دي. دا مرستې به د خوړو نړۍوال پروګرام پر دې برلاسی کړي چې نږدې ۳۳ زره کورنیو ته نغدي مرستې چمتو کړي.»

اسلامي امارت بیا د ژمي په موسم کې د افغانانو لپاره د ملګرو ملتونو دغه مرستې مهمې بولي او د دغو مرستو پر دوام ټينګار کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « د کډوالو ایستل په داسې حال کې و چې په افغانستان کې هوا سړه وه، موږ پرېکړه کړې وه چې کډوال له سړو سیمو ګرمو سیمو ته ولېږدوو او هر کله چې هوا ګرمه شي، خپلو ولایتونو ته ولېږدوو او ځمکې هم ورته په پام کې نیول شوي دي.»

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب هم د نړۍوالې ټولنې د مرستو په اړه وویل: « له پاکستان د را ایستل شویو افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې مرستې هغه وخت اغېزمنې کېدای شي چې مرستندویه بنسټونه د بېړنیو مرستو تر څنګ پناه ځایونه او د کارموندنې پروژې هم پلي کړي.»

د چارو ځينې شنونکي هم د ملګرو ملتونو مرستو ته په اشارې سره وايي، د ژمي له رارسېدو سره د خلکو ستونزې په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې له پاکستانه را اړول شوي، زیاتې شوې دي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر طلوع نیوز ته وویل: « د هوا له سړښت او د افغانستان په ناوړه وضعیت کې د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستې په خپل ډول یې کیدایشي اغېزمنې تمامې شي.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړو ته د مرستو رسولو په موخه سږ کال له مرستندویه هېوادونو د درې میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه را ایستل شویو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو مرسته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*