د افعانستان او شري لنکا درېیمه لوبه؛ افغان لوبغاړي ښه دريځ کې نه دي

لوبه

د افغانستان او شري لنکا ترمنځ دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي ۲۳، ابراهیم ځدراڼ ۲۲ او ګلبدین نایب ۲۰ منډې جوړې کړې. افغان لوبډله به څو شېبې وروسته د یاد هدف د دفاع په موخه خپله توپ اچونه پیل کړي.

په نننۍ لوبه کې د نور احمد پر ځای راشد خان او د عظمت الله عمرزي پر ځای کلبدین نایب لوبېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې ۳۰۰۰ منډې پوره کړې ديږ

نوموړی تر اوسه په ۱۳۹ لوبو کې لوبېدلی او په ۱۳۴ پاڼیو کې یې د یوې سلیزې او ۱۵ نیمه سلیزو پرمټ د ۲۷.۵۳ منډو په اوسط سره ۳۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

نوموړی له رحمت شاه زرمتي وروسته دویم افغان لوبغاړی دی چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

کرېکټ

څلور ورځې مخکې شري لنکا له افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه په ۱۳۲ منډو وګټله.

افغان لوبډله یوازې د ۱۹۱ منډو په جوړولو وسوځېده.

افغان لوبغاړي چې تر ډېره پرې د توپ وهنې برخه کې پرې نېوکې کیږي له شري لنکا سره په دویمه سیالۍ کې هم ځينې ونتوانېدل د پام وړ منډې وکړې، د پيل لوبغاړی رحمان الله ګوربز، نجيب الله ځدراڼ او محمد نبي هر يو په ۲ منډو وسوځېدل.

د افغانستان او شري لنکا ترمنځ د دریو یو ورځينیو نړیوالو لوبو، لومړۍ هغه افغان لوبډلې په ښه توپیر ګټلې وه.

افغانستان او شري لنکا دواړو ته دا سیالۍ د راتلونکي نړیوال جام چمتوالي په موخه مهمې دي.

افغانستان وار له مخه په هند کې کېدونکي نړیوال جام ته لار پیدا کړې ده خو شري لنکا به د غوراوي سیالیو له لارې ځان ور رسوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افعانستان او شري لنکا درېیمه لوبه؛ افغان لوبغاړي ښه دريځ کې نه دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*