یونېسف په افغانستان کې ۱۶ مېلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري

ماشومان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» استازی وایي، په‌دې هېواد کې ۱۶ مېلیونه ماشومان ملاتړ او د بشري مرستو تر لاسه کولو ته اړتیا لري.

فرانک اکیزا پر ټویټر زیاته کړې، د ماشومانو حقوق په افغانستان کې د هرې ورځې په تېریدو سره د خرابیدو په حال کې دي او ګڼ شمېر ماشومان تر خپل عمر زیات تر مسوولیت لاندې دي.

ښاغلي اکیزا لیکلي: «د دغو ماشومانو موسکا ماته هیله راکوي. دغه موسکا کولای شي په یوه هېواد کې چې د کابو ۱۶ مېلیونه ماشومانو تر منځ چې ملاتړ او بشري مرستو ته اړتیا لري، دوستانه فضا جوړه کړي. په داسې هېواد کې چې یو زیات شمېر ماشومان له خپل عمر څخه ډېر مسوولیت پر اوږو وړي. په داسې هېواد کې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ماشومانو حقونه تضعیف کېږي.»

خو اقتصاد وزارت بیا وايي، افغان ماشومان له بشري مرستو سربېره د زده کړو په برخو کې هم ملاتړ ته اړتیا لري او په وینا یې نړۍ باید په‌دې دواړو برخو کې د افغانستان له سرپرست حکومته ملاتړ وکړي.

د دې وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د افغانستان ماشوم هم په بشرپاله او هم ښوونیزه برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري. له نړیوالې ټولنې زموږ تمه ده چې په دواړو برخو کې له اسلامي امارته ملاتړ وکړي.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر ماشومان وايي، خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره اړ دي چې درانه کارونه وکړي او دوی هم له اسلامي امارته غواړي چې، د ماشومانو حقونو ته ډېر پام وکړي.

ماشوم نجیب وايي: «له حکومت غوښتنه کوم چې موږ ته پاملرنه وکړي، درس ولولو، ښوونځي ته لاړ شو او خپله راتلونکې جوړه کړو.»

یو بل ماشوم سمیر وايي: «له کراچۍ چلولو هېڅ نه جوړېږي، موږ باید ښوونځي ته لاړ شو او درس ولولو.»

تر دې مخکې د کار سازمان رییس په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د شمېر له ډېرېدو خبر ورکړ او همداراز یې په ډاګه کړې چې په‌دې هېواد کې څو لسیزې جګړې، فقر او تنګسیا درنو کارونو ته د ماشومانو د اړېدو اصلي لاملونه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونېسف په افغانستان کې ۱۶ مېلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*