په افغانستان کې ماینونه هره میاشت ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړوي- اوچا

د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي؛ افغانستان پر ماینونه او ناچاودو توکو یو له ککړو هېوادونو څخه دی او هره میاشت په کې له ۶۰ ډېر کسان، چې ډېري یې ماشومان دي وژل کېږي او یا هم معلولیږي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې له ۴ سوه څخه د ډېرو سیمو دوه پر درېیمه برخه پر چاودیدونکیو توکو ککړه ده.

اوچا زیاته کړې؛ درې ميليون خلک د ماينونو، لاسي‌بمونو او له جګړې څخه پاتې شويو چاودېدونکيو توکو په يو کيلو مترۍ کې ژوند کوي.

اوچا وایي، چې د افغانستان ځمکنۍ ککړتیا له ۲۰۰۱ ز. کال مخکې او ترې را وروسته میراث دی.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ د روزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ او سمنګان ولایتونه د ماینونو او چاودېدونکیو توکو له کبله، چې له جګړې را‌پاتې دي؛ سخت اغېزمن شوي ولایتونه دي.

اوچا ویلي، ان د ښوونځیو په ګډون یو زیات شمېر پېخبناوې پر چاودېدونکیو توکو ککړې دي.

اوچا وایي: هغه کورنۍ، چې له کرنې، مالدارۍ او شپونولۍ  سره تړلي معيشت لري؛ د چاودېدونکیو توکو له خطر سره مخ دي.

همدارنګه راستنېدونکي وګړي هم زیانمنونکي دي؛ ځکه، چې دوی له هغو سیمو خبر نه‌دي، چې ماینونه لري.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې له ژورېدو سره ډېر ماشومان او لویان د پیسو پیداکولو لپاره د اوسپنې راټولولو لپاره د توپونو او هاوانونو د مرمیو لټون ته هڅول کیږي، چې دردناکې پایلې لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر دا هم ویلي، د ماینونو د خطرونو د مخنیوي لپاره امکانات نه‌لري.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې اوس‌مهال د ماینونو له خطرونو سره مبارزه راکمه شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې ماینونه هره میاشت ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړوي- اوچا"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*