په کابل کې ماین چاودنې دوه تنه ووژل

د حکومت چارواکې وايي، چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د ماین چاودنې دوه تنه وژلي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند، خالد ځدران نن دوشنبې د اګست ۲۱ (زمري۳۰مه)، رسنیو ته وويل، چې چاودنه د يو مقناطيسي (چسپکي) ماين له امله شوې، چې په زرنج ډوله نقلیه واسطې کې ځاى پر ځاى شوى و.

نوموړي وویل، چې په دې چاودنه کې يو لاروى هم ټپي شوى دى. هغه زياته کړه چې ددغې پيښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي .

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د داعش خراسان څانګې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د چاودنو او بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

حکومت تر اوسه ددې پیښې پړه پر کومې ډلې اچولې نه ده.

د داعش خراسان څانګې چې د طالبانو له سختو دښمنانو څخه ګڼل کېږي، په دغه هېواد کې خپل بریدونه ډېر کړي او ډېری وختونه یې طالب جنګیالي او مذهبي لږکۍ په نښه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د جون د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې پورې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر ۳۷۷۴ تنو تهرسېدلی چې ددې مرګ ژوبلو ۷۵ سلنه د چاودیدونکي توکي له امله رامنځته شوي دي.

یوناما ویلي، چې د دغو بریدونو ډېری برخه د داعش خراسان څانګې تر سره کړي

منبع

د حکومت چارواکې وايي، چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د ماین چاودنې دوه تنه وژلي دي.

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې ماین چاودنې دوه تنه ووژل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*