تورخم کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو لړۍ بنده شوه

ننګرهار کې مسوولین وایي، چې په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان څخه د را ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مرستو لړۍ بنده شوې ده.

د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، د مرستو لړۍ نن (دوشنبه، ۱۰ د تلې) د بودیجې د نشتوالي له امله بنده شوې ده.

بدلون د مرستو د بندېدو لامل له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راتګ زیاتوالی او د مرستندویه ادارو د بودیجې کموالی یاد کړی دی.

د ده په خبره، تر دې وروسته به راستنېدونکي کډوال تورخم کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو کډوالو چارو آمریت له لوري ثبت او راجستر کېږي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوال پرضد پاکستاني پولیسو عملیات پېل کړي او غواړي چې له دې هيواده تر يو ميليون زيات غير قانوني افغان کډوالو وباسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د کمیشنرۍ په وينا، په پاکستان کې تر ۳.۷ ميليونه زيات افغان کډوال مېشت دي چې يوازې ۱.۳ ميليونه تنه يې د اوسيدنې رسمي اسناد لري.

تورخم کې طالب چارواکي وایي، هره ورځ له پاکستان څخه لسګونه کډوالې کورنۍ هیواد ته را ستنېږي.

را ستنېدونکي کډوال بیا له سخت اقتصادي وضعیت سر ټکوي او له اړوندو ادارو د بېړنیو بشري مرستو او سرپناه برابروالي غوښتنه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تورخم کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو لړۍ بنده شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*