کابل کې دوو پرله پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

مرګ ژوبله

کابل کې دوو پرله پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

د رپوټونو په حواله، لومړۍ چادونه نن سهار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د ۵۰۰ فامیلیو څلورلارې ته څېرمه شوې، چې مسوولیت یې د طالبانو یوې مخالفې جبهې “د افغانستان ازادۍ جبهې” پر غاړه اخیستی دی.

د ازادۍ جبهې د ایکس پاڼې په ټولنیزې شبکې د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې په خیرخانه مینه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټریز کاروان برید شوی او په دغه برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دغه جبهه ادعا کوي چې په دغه برید کې د طالبانو دوه رینجر موټر هم له منځه تللي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې “د طالبانو د بدنامو استخباراتو د یوې ډلې موټریز کاروان چې د اشغالګرو طالبانو د امر بالمعروف په همکارۍ یې د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د نجونو د پیژندګلوۍ او نیولو پلان درلود، “د افغانستان ازادۍ جبهې” د چریکانو له خوا په نښه شو.”

دویمه چاودنه د کابل ښار د د دشت برچي په سیمه کې شوې ده. د دشت برچي له یوه روغتون څخه یوې سرچینې ویلي، چې د پېښې له سیمې ۲۲ ټپیان ور وړل شوي دي.

عيني شاهدانو ویلي، چاودنه د برچي سوداګريز مرکز (برچي بزنس سنټر) ته څېرمه شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د دشت برچي د نننۍ چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی، خو په تېرو څو ورځو کې د ورته پېښو پړه د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستې ده.

په ورته وخت کې د کابل ایمرجنسي روغتون د ایکس پاڼې ټو لنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي، چې دشت برچي اړوند د اتلسمې امنیتي حوزې د برید له سیمې د ۶ ښځو، ۴ نارینه وو، یو ۱۷ کلن هلک او دوو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي دي، چې په دشت برچي کې چاودنه د ‘لاسي بم’ له امله رامنځته شوې او د نوموړي په وینا، په پیښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو د دويمې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو په تېرو څو ورځو کې د ورته پېښو مسووليت داعش خراسان څانګې پر غاړه اخيستى دى.

همدارنګه د کابل ښار په ختیځ کې د سه شنبې د ورځې د مرګونۍ برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست، چې د طالبانو د چارواکو په وینا په کې درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. مرګ ژوبله

د شنبې په ورځ د کابل د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې په یو کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر کې د چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، چې د دغې چادونې پړه هم د داعش خراسان څانګې په غاړه واخیستله.

همداراز د نومبر په میاشت کې د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي بس کې بمي چاودنه وشوه چې لږ تر لږه اووه تنه یې ووژل. دغه هغه برید مسوولیت هم د داعش ډلې پرغاړه اخیستې وه.

د داعش خراسان څانګه له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو پر اماکنو او ټولنو په ځانګړې توګه د هزاره توکم اقلیت باندې د خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی.

په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره پدې هیواد کې د داعش بریدونه دوام لري، که څه هم طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې داعش د افغانستان په شاوخوا ۱۳ ولایتونو کې روزنیز کمپونه او خوندي پټنځایونه لري. مرګ ژوبله

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې دوو پرله پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*