مسلمانه شوې ایرلنډۍ سندرغاړې مړه شوه

مسلمانه شوې ایرلنډۍ سندرغاړې مړه شوه
مسلمانه شوې ایرلنډۍ سندرغاړې مړه شوه

د ایرلنډ یوه مشهوره سندرغاړې، سندرې جوړوونکې، سیاسي‌ او ټولنیزه فعاله شینید اوکانر د ۵۶ کالونو په عمر مړه شوه.

شینید اوکانر د «هېڅ شی هم ستا په څېر نه دی» سندرې ویلو له کبله ډېره مشهوره شوې وه.
د نوموړې کورنۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «په ډېر تاسف سره د شینید د مړینې خبر اعلانوو.» په اعلامیې کې د هغې د مړینې علت معلوم شوی نه دی.

د ایرلنډ صدراعظم لیو ورادکار په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «په نړۍ کې یې د هغې موسیقي خوښوله او د هغې استعداد بې بدیل و او د مقایسې وړ نه و. د هغې کورنۍ، دوستانو او ټولو هغو کسانو ته تسلیت چې د هغې موسیقي‌ یې اورېدله.»

نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې مسلمانه شوه او خپل نوم یې په «شهدا صداقت» بدل کړ،‌ خو په خپل اصلي‌ نوم به یې خپرونې چلولې. شینید اوکانر هغه وخت په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د دیني متونو له مطالعې وروسته دې نتیجې ته ورسېد، چې مسلمانه شي.

د هغې د خاطرو یوه ټولګه په ۲۰۱۲۱ کال کې خپره شوه. په دغه کتاب کې د هغه له دردونو ډک تېر ژوند، له رواني ستونزو سره مبارزه او کړاوونو باندې خبرې شوې دي.

شینید خپل د سندرو لومړی البوم په ۱۹۸۷ کال کې خپرو کړ او د امریکا او بریتانیا د ۴۰ غوره جدول کې راغی. هغې له ۱۹۸۷ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې ۱۰ البومونه خپاره کړل، خو له تېرکال راهېسې چې ۱۷ کلن زوی یې ځان وواژه، په ژور خپګان اخته شوې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مسلمانه شوې ایرلنډۍ سندرغاړې مړه شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*