چین کې د مصنوعي هوښ په مرسته مړو ته ‘ډیجیټلي ژوند’ ورکول کیږي

مصنوعي هوښ

یو شمېر چینايي شرکتونه وايي د مصنوعي هوښ په مرسته یې زرګونو مړو شویو انسانانو ته “ډیجیټلي ژوند” ورکړی دی.

دغه شرکتونه وايي د مصنوعي هوښ له لارې یې د مړ شوي کس له تصویرونو، ویډیوګانو او غږیزو موادو څخه په استفادې دا کار شونی کړی دی. ددې شرکتونو ماهرین وايي، له دې لارې توانېدلي دي چې ویرجنو کورنیو ته د هغوی د عزیزانو د لاسه ورکولو غم سپک کړي.

په چین کې د داسې کورنیو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې د خپلو عزیزانو د لاسه ورکولو وروسته د هغوی د ډیجیټلي بڼې (اواټار) د جوړولو دپاره مصنوعي ځیرکتیا ته مخه کوي.

سیکو وو او د هغه مېرمن تازه خپل ۲۲ کلن زوی له لاسه ورکړی دی. دوی وايي، په نهایت کې غواړي په مجازي نړۍ کې داسې حقیقت ته ورته اواټار رامنځته کړي چې ټول کړه وړه یې د هغوی د مړ شوي زوی په څېر وي.

وو وویل: “یوځل چې موږ واقعیت او میټاورس همغږي کړو، زه به زما زوی بیا له ځان سره ولرم.”

نوموړي زیاته کړه: ” زه کولی شم هغه ته روزنه ورکړم … ترڅو زما په لیدو پوه شي چې زه یې پلار یم.”

په چین کې د مصنوعي هوښ د ټکنالوژۍ له ودې وروسته، وو په مجازي نړۍ کې د خپل زوی د راژوندي کولو په لټه کې شو.

هغه د خپل زوی عکسونه، ویډیوګانې او غږیز ریکارډونه راټول کړل، چې ورڅخه د زرګونو ډالرو په لګښت د مصنوعي هوښ د یو شرکت په مرسته د خپل زوی داسې اواټار تیار کړي چې غږ او څېره یې هغه ته ورته وي.

تر دې دمه پایلې ابتدايي دي، مګر هغه د یو کاري ټیم په مرسته د داسې پراخ ډیټابیس په جوړولو کار کوي چې د هغه د زوی په اړه هر اړخیز معلومات ولري.

وو هیله لري چې له دې لارې د قوي الګوریتمونو په مرسته د خپل زوی داسې اواټار رامنځته کړي چې د فکر کولو او خبرو کولو طرز یې کټ مټ د هغه په څېر وي.

د ارواح روباټان’

په وروستیو څو کلونو کې ددې صنعت په برخه کې په متحده ایالاتو کې هم یو شمېر شرکتونو په کار پیل کړی دی چې دلته یې “د ارواح روباټان” بولي.

خو په چین کې د “سوپر برېن” په نوم د شرکت بنسټ ایښودونکی ژانګ زیوي، چې د وو سره د هغه د زوی د اواټار په جوړولو کې مرسته کوي، وايي دا صنعت په چین کې چټکه وده کوي.

هغه وویل: “د مصنوعي هوښ په برخه کې چین په نړیواله کچه لوړ مقام لري… په چین کې نفوس ډیر دی، ډیری یې عاطفي اړتیاوې لري، چې دا کار زموږ سره په بازار موندنه کې مرسته کوي.”

د سوپر برین شرکت د یو ابتدايي اواټار په جوړولو له ۱۴۰۰ څخه تر ۲۸۰۰ ډالر اخلي او په جوړولو یې شاوخوا ۲۰ ورځې لګیږي.

له دې شرکت څخه زیاتره د کورنیو غړي د خپلو مړو شویو عزیزانو او یا هغو والدینو د اواټار د جوړولو غوښتنه کوي چې د پاخه عمر وي او له خپلو اولادونو سره ناسته پاسته نشي کولی. په ځینو جنجالي مواردو کې، ښځې د خپل جلا شوي د ژوند شریک د اواټار د جوړولو غوښتنه کوي.

ژانګ وايي: “د ټولې نړۍ لپاره ددې کار اهمیت خورا زیات دی… ځکه چې د یو انسان له مړینې وروسته، د هغه ډیجیټلي نسخه کیدای شي د تل دپاره ژوندۍ پاتې شي.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "چین کې د مصنوعي هوښ په مرسته مړو ته ‘ډیجیټلي ژوند’ ورکول کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*