نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لار موندنه

2
2

د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړو د نړۍوال جام سیالیو ته د لار موندنې د پلې اف په وروستۍ لوبه کې نن سهار (یک‌شنبې) په تایلنډ کې قرغېزستان ته ۵ پر ۳ پایلې سره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې نړۍوال جام سیالیو ته لار وموندله.

د لوبې لومړنی ګول د هېواد ملي لوبغاړي امید قنبري وواهه او لوبه یې یو پر صفر د افغان ملي لوبډلې په ګټه کړه.

د لوبې لومړۍ پاڼۍ د هېواد د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او قرغېزستاني لوبغاړي ونه‌توانېدل چې کوم ګول ووهي.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې بیا هم د هېواد لوبغاړي ښه وځلېدل او مهران غلامي په دې بریالی شو چې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیزې او افغان لوبډله ۲-۰ پایلې سره بریا ته نږدې کړي.

خو د قرغېزستان لوبغاړو هم د خوړلو ګولونو د جبران لپاره هڅه وکړه او یو ګول یې ترسره کړ.

د لوبې په لړ کې د مجید مرتضايي شاګردانو بیا هم هڅه وکړه او د دغې هڅې په پایله کې اکبر کاظمي او مهدي نوروزي وتوانېدل چې د افغانستان په ګټه د درېیم او ځلورم ځل لپاره د قرغېزستان دروازه پرانیزي.

خو د قرغېزستان لوبغاړو هم خپلې هڅې دوه برابرې کړې او په ترتیب سره یې د خپلې لوبډلې په ګټه دویم او درېیم ګولونه ترسره کړل؛ خو د لوبې په وروستیو شېبو کې مهران غلامي وتوانېد چې د افغان لوبډلې پنځم او خپل دویم ګول ترسره کړي او لوبه ۵-۳ پايلې سره د افغانستان د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسوي او د نړۍوال جام سیالیو ته لار پيدا کړي.

د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ به په روان زیږدیز کال کې د ازبیکستان په کوربتوب، د افغان لوبډلې په ګډون د ۲۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لار موندنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*