ملګرو ملتونو نن دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه رابللې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ غونډې ته چې سبا به هم دوام کوي، شاوخوا د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي وربلل شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت استازیو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو ویاندویانو ویلي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روانو ستونزو د هوارۍ او د نړیوالو له‌خوا د یوه ګډ دریځ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

ملګرو ملتونو دا غونډه داسې مهال رابللې چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو په برخو کې سختو محدودیتونو ته دوام ورکړی.

نړیوالو مرستندویه ټولنو هم په دې هېواد کې له ميلیونونو وګړو سره د بشري مرستو رسولو لپاره د مالي سرچینو د وچې دو خبر ورکړی دی.

او

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره «اوچا» وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د شتمنو بندولو او پراختیايي مرستو ځنډولو د اقتصاد وضعیت خراب کړی دی.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، تېر کال یې له افغانستان سره د ۳٫۲ مېلیارډ ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړې وې.

د اوچا د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د بشري مرستو شریکانو په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې له۲۶٫۱ مېلیون کسانو سره مرستې کړې دي، ۲۲٫۳ مېلیونه کسانو ته خوراکي او معیشتي، ۱۳٫۳ مېلیونه کسانو ته روغتیايي، ۱۱ میلیونه کسانو ته د اوبو برابرولو، له شدیدې خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه ۶٫۲ مېلیونه ماشومانو او شیدې ورکوونکو ښځو او ۵٫۷ مېلیونه کسانو ته حفاظتي مرستې برابرې کړې دي.»

خو د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې د مرستو د وېشنې په برخه کې له پخوانیو تګلاره ګټنه او د مرستندویانو ګڼ اداري لګښت د دې لامل شوي چې تر ډېره دغه مرستې اغیزناکې نه‌وي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «د دې نړیوالو سازمانونو اداري لګښت تر ۶۵ سلنې پورې لوړ شو، دا په حقیقت کې د دې مانع شوې چې دغه مرستې چې په سم ډول ولګول شي او بې‌وزلۍ له منځه یوسي او د مرستو اصلي موخه همدا ده، خو د دې مانع شوې.»

له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتې له مرستندویانو غواړي چې خپلې مرستې په راڼه ډول تر اړمنو ورسوي.

د کابل اوسېدونکی وحیدالله وايي: «څوک چې مستحق دی، له هغه سره دې مرسته وشي، دا له خدای سره نه ورکېږي، د بېلګې په دول نن دې له ما سره یوه یا یو لک مرسته ورکړه، دا له خدای سره نه ورکېږي، باید دا ورته ووېشل شي.»

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګرو ملتونو نن دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه رابللې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*