ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وروستیو بارانونو وروسته په سیلابونو کې خلکو ته د ځاني او مالي زیان د رسیدلو خبر ورکړی دی.

اوچا د شنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري ۱۱) په یو راپور کې ویلي چې د تیرې اونۍ په سیلابونو کې تر ټولو زیات زیان د فاریاب، دایکنډي او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته رسیدلی دی چې له امله یې اوه تنه مړه شوي او یوه ښځه ټپي شوې او هم د اوسیدانې کورونو، سړکونو او کرهڼیزو حاصلاتو ته زیان رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې راپور کې ویلي: ” د مارچ د میاشتې په ۲۹ او ۳۰ ورځو په ټول افغانستان کې سختو بارانونو او سیلابونو له ۱۵۰۰ هکټارو څخه زیاته کرهڼیزه ځمکه له منځه وړي او د ۵۴۰ څخه زیات کورونه یې ویجاړ کړي او په اوو ولایتونو کې یې د شپږ پلونو اود ۴۵۰ کیلومتره سړک په ګډون یې زیربناوې تخریب کړي دي”.

همداشان د ملګرو ملتونو دغې ادارې د لومړنیو ارزونو پر اساس ویلي چې د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت، په ختیځ کې د ننګرهار ولایت او مرکزي سیمو کې د دایکنډي ولایت ته د نورو ولایتونو پرتله زیات زیان رسیدلی دی.

اوچا ویلي چې دا د افغانستان په شمالي حوزه کې د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې درییم ځل دی چې سیلابونه د اوو تنو د مړینې او د مارچ د میاشتې د ۲۱ او د ۲۶ او ۲۷ ورځو بارانونه د ۳۸۴ کورنیو ته د زیان د رسیدلو سبب کیږي.

دا اداره وايي چې شنبې ورځې د مارچ ۳۰ (وري ۱۱) پورې یې د سیلابونو له امله د خلکو د بې ځایه کیدو راپور نه ترلاسه کړی.

اوچا وايي چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ هم په یو شمیر ولایتونو کې د بارانونو د اورښت خبر ورکړی دی.

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم په یوه خبر پاڼه کې ددغه ولایت په یوولس ولسوالیو کې د سخت اورښت او سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دې سیلابونو کې د یو تن مړینه تائید شوې ده.

همداشان دغه ریاست په ننګرهار کې په سیلابونو کې د ۵۰ کورونو د ویجاړیدو او په سلګونو هکتاره کرهڼیزې ځمکې د تخریب راپور ورکړی دی.

د سالنګ لار پرانیستل شوې

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې د سالنګ لویه لار چې تیره شپه د اوو بجوو او ۴۰ دقیقو وروسته د واورو او سخت توپان له امله د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه، پر دغه لار د توپان د پای ته رسیدلو او د لارې د ساتنې د ریاست د کارکوونکو د هڅو په پایله کې د یکشنبې د ورځې سهار درې بجې بیرته پرانیستل شوې ده.

محمد اشرف حق شناس د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۲) د ایکس په پاڼه د موټر چلوونکو څخه غوښتي چې د سالنګ په لویه لار د تګ راتګ پر مهال دې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او خپل موټر دې د ژمي د موسم په وسایلو سمبال کړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د احتمالي طبیعي پیښو د ګواښونو لکه سیلابونه، زلزلې، د وارو او یخ د ټوټو ښوېیدلو او ځمکې ښوېیدلو او وچکالۍ سره چې تر ډیره د غرنیو سیمو د شتون او د چاپیریال د تخریب له امله رامنځ ته کیږي هم مخ دی.

ددغه راپور پر اساس ددې احتمال شته چې د ۲۰۲۴ کال په دوبي او د هغې وروسته د سیلابونو په څیر نه اټکل شویو سختو طبیعي پیښو له امله د اقلیم د بدلون د اغیزو پر اساس ددغه هیواد د کرهڼې سکټوراو زیربناو ته زیان ورسیږي.

په راپور کې ویل شوي: “د ۲۰۲۴ کال د بشردوستانه اړتیاو د ځواب ویلو د وړاندیز (HNRP) د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې نږدې ۱۸۰ زره کسان د طبیعي پیښو د خطرونو سره مخ دي چې ۵۴ فیصده یې ماشومان دي”.

ددې دمخه د تیر ژمي په موسم کې هم د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په طبیعي پیښو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*