ملګري ملتونه: د افغانستان مرکزي ولایتونه د احتمالي وچکالۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره “اوچا”وايي چې د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې د حرارت د درجې د لوړیدو له امله د باران د اورښت بهیر ځنډیدلی چې له امله یې دا ولایتونه په بالقوي ډول د وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا رتواتي په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان مرکزي ولایتونه د اقلیم د بدلون د یو سخت بحران سره مخ دي اودا ولایتونه د درییم پرله پسې کال لپاره د سختې وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي.

ددې راپور له مخې د حرارت لوړیدل د باران د اورښت د ګډوډۍ سره مخ کوي او اوبو ته یې د خلکو لاس رسی په شدید ډول محدود کړی دی.

د ښاغلي رتواتي د وینا له مخې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې د مرکزي ولایتونو لوړې برخې په ځانګړي ډول دایکنډي او بامیان ولایتونو د اندیښنې وړ د وچکالۍ څخه د زیږیدلو ستونزو راپور ورکړی دی.

ددغه راپور له مخې “اوچا” ددغه بحران د عمق د موندلو او د دغې بالقوه کموالي اړوند د یوې ستراتیژي د ترتیبولو لپاره د خپلو شریکانو په ملاتړ یو ارزونه ترسره کړې چې په کې ددغو سیمو د ۱۹۸۰ ښځو او ۴۹۰۰ څخه زیاتو سړیو سره خبرې شوي دي.

ښاغلي رتواتي ددغې ارزونې پراساس ویلي چې په دغو سیمو کې د میشتو ټولنو د هڅو سره سره لکه اوبو لپاره د ژورو دیوالونو جوړول، په سپما سره د اوبخور سیستم کارول او د لمر له انرژۍ څخه اوبخور څخه د کار اخیستلو باوجود د وچکالۍ اغیزې ډیرې سختې وې.

ښاغلي رتواتي ویلي: ” موندنې د اندیښنې وړ د اوبود زیرمو کمبود ښيي، چې په مختلفو ټولنو کې د اوبو په سر د جګړود رامنځ ته کیدو سبب ګرځي”.

ددغې ارزونې موندنې ښيي چې په دغو ولایتونو کې مالداران د څارویو د تلفاتو سره مخ دي او دې ته اړ شوي چې خپل څاروي د بازار له بیې څخه په ټیټه بیه وپلوري چې له امله یې په مالدارانو باندې فشار لا زیات شوی دی.

ددغې ارزونې له مخې له ۳۳۰ څخه په زیاتو کلیو کې ۱۱۵ زره او ۵۰۰ اوسیدونکو چې د مرکزي لوړو سیمود وګړو ۱۴ فیصده جوړوي په تیر ۲۰۲۳ کال کې یې سخته وچکالي تجربه کړې ده.

کلیوالو اوچا ته ویلي چې که چیرې د تیرکال وچکالي په روان ۲۰۲۴ کال کې هم په همدومره شدت دوام ومومي نورو سیمو ته کډه کولو ته به هغوی اړ شي.

په دې ارزونه کې دا په ډاګه شوې چې کرهڼیزو افتونو اومخ په کمیدو د اوبو د سرچینو کموالي په کرهڼیزو محصولاتو لکه غنم، کچالو، لوبیا، وربشې، جوار او میو باغونو باندې ډیره ناوړه اغیزه کړې ده.

په افغانستان کې د بشري چارو په برخه کې ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا رتواتي ویلي دغو اغیزو په دغو سیمو کې د خوړو د نه خوندیتوب سره مرسته کړې او ترډیره د ماشومانو او امیدواره میاندو پر روغتیا یې ناسمه اغیزه کړې ده.

هغه ویلي: “موندنې ښيي چې ددغو سیمو ۱۸ فیصده وګړي دوامداره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او په مرستو کې هر ډول وقفه د خوړو خوندیتوب لا زیات د خطر سره مخ کوي”.

اندریکا رتواتي ددغه بحران او د هغې د پایلو د مهارولو لپاره اوبو ته د لاس رسي لپاره د اوبو د سیمو رامنځ ته کول، د پوهاوي د کمپاینونو پیلول ، دروغتیايي غذايي بستو د ویشلو له لارې د خوارځواکۍ درملنه او د نس ناستې ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیايي خدمتونو پر ودې باندې ټینګار کړی دی.

اوچا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ددې دمخه د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان، روغتیا نړیوالې ډلې، اسلامي نړیوال امداد، او یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو په اندیښنې سره ویلي و چې په افغانستان کې په تیر ژمي کې د واورې کم اورښت او تقریبآ معتدل ژمی په دغه هیواد کې د اقلیمي او وچکالۍ د شرایطو د لا خرابیدو نښې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: د افغانستان مرکزي ولایتونه د احتمالي وچکالۍ سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*