ملګري ملتونه: هرات کې تر اوسه د شاوخوا ۷۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته شوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې وايي د زرګونه کورنیو سره مرستې شوي دي.

اوچا د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) وویل، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه همکارانو څه باندې ۷۳۰۰ کورنیو ته ۱.۹ میلیونه ډالره نغدي مرسته وېشلې چې په کې د خوراکي توکو لګښت، موقتې سرپناه، د ژمي د استوګنې لګښتونه، د مرستو بستې او منظورې شوې نغدي مرستې شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، “اوس مهال ۱۰۳ زره خلکو خواړه او ۴۳ زرو خلکو سرپناه ترلاسه کړې ده.”

همدارنګه، راپور کې ویل شوي چې په زلزلې کې ټول ۳۹۴ اغیزمن شوي کلي د چټکې ارزونې د فورمونو له مخې ارزول شوي.

د ملګروملتونو ددغه ادارې د معلوماتو له مخې، د اکتوبر تر ٢٤مې نېټې پورې له زلزله ځپلو سره د ٢٤،٣ میليونو ډالرو ژمنه شوې مرستې، ترلاسه شوي خو لا هم د ۶۹ میلیون ډالرو بوديجې کمښت دی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو د هغو وګړو د حیاتي او حساسو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چې د ژمي په موسم کې تر ټولو زیات اغېزمن کېږي، د ۹۳،۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه. دا پیسې به د ژوند ژغورنې د چټک غبرګون د فعالیتونو د ترسره کولو او په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ۱۱۴ زرو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي.

د امريکا د جيولوجيکي سروې د راپور له مخې، د اکتوبر د اوومې نېټې څخه تر ١٥مې نېټې پورې د رېښتر په کچه د ٦،٣ درجې درې قوي زلزلې د هرات ولايت او د هغه ګاونډي سيمې ولړزولې چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ۱،۶ میلیون کسان یې اغیزمن کړل او لو تر لوه ۱۱۴ زره کسان یې بیړنیو مرستو ته اړ کړل.

ملګرو ملتونو ویلي چې په لومړیو دوو زلزلو کې ۱۴۸۰ تنه مړه او ۱۹۵۰ تنه ټپیان شوي او ۵۱۳کلي یې ځپلي دي.

اوچا په خپل راپور کې ویلي، چې تر دې دمه د هرات په شپږو ولسوالیو کې تر ۴۳ زره ډېر خلک په مستقیم ډول د زلزلې له امله اغېزمن شوي. د انجیل او زنده جان ولسوالیو تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي چې په زنده جان ولسوالۍ کې له ۳۳۳۰ زیات د استوګنې کورونه نړیدلي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي: “ښوونځي، روغتیایی مرکزونه او نور زیربناوې هم د زلزلې له امله زیانمن شوي او اټکل کیږي چې ۲۱۳۰۰ ودانۍ زیانمنې شوي.”

د اوچا په وینا، د اوبو د سرچینو او د حفظ الصحې ځایونو ته زیان رسیدو د ناروغیو د خپریدو په اړه اندیښنې راپورته کړي، په ځانګړې توګه د شدید اسهال د رامنځته کیدو سبب شوي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی چې د ساري ناروغیو د خپریدو د پیژندلو او مخنیوي لپاره په فعالیتونو کې بیړنۍ پانګونه خورا مهمه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه چې اوس په موقتي سرپناه ځایونو، غیر رسمي استوګنځایونو او حتی پر سړکونو تر خیمو لاندې ژوند کوي، اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی د هوا، روغتیا او نورو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې په زلزله ځپلو سیمو کې د زیان منونکو ډلو لکه ښځو او ماشومانو، بوډاګانو او معلولیت لرونکو خلکو لپاره د ژغورنې ځانګړي ملاتړ ته اړتیا ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: هرات کې تر اوسه د شاوخوا ۷۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*