ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام نن د غوايي میاشتې درېیمه د ځمکې د ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت په سخت ناورین اندېښنه څرګنده کړه.

دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو این ډي پي) د دوشنبې ورځ د (غوايي درېیمه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یوازې ۲۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د دغه سازمان د یوه راپور له مخې چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې خپور شو، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای درلود.

د راپورونو له مخې، افغانستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې د تودوخې درجه د سانتي ګرېډ ۱،۸ درجې بدلون تجربه کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اقلیم بدلون کرنه زیانمنه کړې او د جګړو، بې وزلۍ او بې ځایه کېدو اغېزې یې لاپسې زیاتې کړې دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې په افغانستان کې د پاکو او ککړو اوبو د ناورین د حل لپاره تر ۴۷۹ میلیونو زیاتو ډالرو ته اړتیا ده.

طالبانو هم تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د اقلیم د بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*