منظور پښتین یې اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مشر منظور پښتین یې نن پنجشنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړی او د لا نورو عدلي پلټنو لپاره یې پولیسو ته سپارلی دی.

په کوټه کې د غورځنګ یو فعال له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې محکمې د دوی مشر منظور پښتین د اوو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

ښاغلی پښتین درې ورځې وړاندې د ډسمبر په څلورمه (لېندۍ ۱۳م) د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان په چمن ښار کې نیولی و، د غورځنګ “پي ټي اېم” د فعالانو پر فېسبوک پاڼو ښکاري کله چې هغه یې نن عدالت ته وړاندې کوه نو پولیس یې مخ په تور ځړوکي ور پټ کړی و.

بلخوا د منظور پښتین د نیولو خلاف نن او په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پښتون ژغورنې غورځنګ، او ځینو پښتنو ملتپالو ګوندونو په ګډه د احتجاجونو اعلان کړی دی.

د لېندۍ پر ۱۳مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې پاکستاني پوليسو او ملېشه ځواکونو لومړى د کوټې-چمن پر لاره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان ډزې وکړې او بيا يې ددغه غورځنګ مشر ونیوه.

خو په هغه ورځ د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی چې پولیسو منظور پښتین تر هغه وروسته ونیوه چې د چارواکو په ادعا، د هغه ساتونکو له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نومبر پر ۲۸مه نېټه چمن ته تللی وو او هلته یې د سوداګرو او لغړي اتحاد په پرلت کې چې تر یوې نیمې میاشتې زیاتې ورځې کېږي، ګډون کړی وو.

د پاکستان حکومت حکم کړی چې د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته خلک له پاسپورټ او ویزې پرته د چمن له لارې افغانستان ته د تګ او راتګ اجازه نه لري خو په چمن کې د روان پرلت ګډونوالو یې د پاکستان له حکومته غوښتي چې دغه پرېکړه دې لغوه کړي.

د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د نومبر په ۲۹مه له مظاهره کوونکو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دوی غوښتنې یې اورېدلي او په دې اړه له مرکزي حکومت سره خبرې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "منظور پښتین یې اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*