مک کانل په سمدستي توګه د طالبانو د زندان څخه د یو امریکایي خوشې کیدو غوښتنه وکړله

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر، سناتور میچ مک کانل دوشنبه اپریل اتمه (وري ۲۰) په سمدستي توګه د طالبانو د زندان څخه د امریکایي تبع، ریان کوربیټ د خوشې کیدو غوښتنه وکړله چې د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې ۱۰ مې نیټې راهیسې په افغانستان کې بندي دی.

ښاغلي مک کانل په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا امریکایي تبع څه باندې ۶۰۷ ورځې کیږي چې یوې تهکاوۍ کې بندي دی چې ډیر لږ خواړه ورکول کیږي، د نشت سره برابر لمر ویني او ډیر لږ د خپلې کورنۍ سره د اړیکې نیولو فرصت ورکول کیږي.

د سنا مجلس دې غړي ویلي چې د څه باندې دوو کالونو “غیر قانوني توقیف کیدو” څخه وروسته، امریکا ته د ریان د ستنیدو هیلې “مخ په تتیدو” دي.

ښاغلي مک کانل ویلي چې د دې امریکایي تبع د کورنۍ سره یې له نږدې کار کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه څه باندې لس کاله وړاندې دې امریکایي، ریان کوربیټ د خپلې کورنۍ سره یو ځای د افغانانو سره په ګډه ژوند کاوه او افغانانو ته یې د کاروبار پیل کولو لپاره روزنه او تعلیم ورکاوه.

د اعلامیې له مخې کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل ښاغلي کوربیټ د خپلې کورنۍ سره یو ځای، امریکا ته ستون شو.

خو دا امریکایي د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې په ۱۰ مې پدې هیلې افغانستان ته بیرته ستون شو چې خپلو مامورینو ته تنخواګانې ورکړي او خپل کاروبار د سره پیل کړي ؛ د طالبانو حکومت پرته لدې چې پرې کوم تور ولګوي، هغه ونیوه او لا هم بندي دی.

سناتور مک کانل ویلي چې د ښاغلي ریان د میرمنې، ماشومانو، مور او پلار سره په تازه ملاقات کې د هغه د ژوند په هکله اندیښنه څرګنده شوې.

دې جګپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي، ” نن، د دیموکرات ګوند مشر او ما په سمدستي توګه د ریان خوشې کیدو لپاره یو پریکړه لیک معرفي کړ”.

مچ مک کانل ویلي چې پدې پریکړه لیک کې نه یوازې دا چې د ریان کوربیټ خوشې کیدو لپاره د متحده ایالاتو په ژمنې ټینګار شوی بلکې دا هم پکې ویل شوي چې په ناسمه توګه د امریکایي اتباعو بندي کول د طالبانو لپاره په نړیواله کچه څومره خطرات لري.

دې جمهوري غوښتونکي سناتور د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت هم انتقاد کړی چې پداسې حال کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نږدې ۱ ملیارد امریکایي ډالر ورکړی، چې ښاغلی بریان په افغانستان کې د طالبانو سره په بند کې دی.

مچ مک کانل په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې د دې وخت رارسیدلی چې د طالبانو د متشددې واکمنۍ یادونه وشي او “زمونږ دښمنانو ته وښودل شي چې متحده ایالات به پرې نږدي چې د اتباعو څخه یې د چنې وهلو لپاره وکارول شي”.

هغه ویلي، “د دې وخت رارسیدلی چې ریان کوربیټ کور ته راستون کړل شي”.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ښاغلي مک کانل په غوښتنې تبصره نده کړې خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره میاشت ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې د دوو امریکايي وګړو په ګډون څو تنه بهرني وګړي د افغانستان د قوانینو څخه د سرغړونو له امله نیول شوی او ددغه حکومت سره بندیان دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي و چې ددغو دوو امریکايي وګړو مسله د امریکايي چارواکو سره شریکه شوې ده.

هغه ویلي: “په افغانستان کې د دوو امریکايي وګړو په ګډون یو شمیر بهرني اوسیدونکي بندیان دي. د نیولو علت یې د افغانستان د قانون څخه سرغړونه ده. هرڅوک چې د ویزې د اخیستلو وروسته افغانستان ته راځي په دې معنی دي چې هغوی دا مني چې د افغانستان قانون عملي کړي او د قانون خلاف کړنې ونلري…د امریکايي اوسیدونکو په اړه امریکایانو سره خبرې شوي او موضوع ورسره شریکه شوې ده”.

د سي بي ایس تلویزیوني شبکې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ورته ویلي چې رایان کوربټ یې د طالبانو د حکومت پر خلاف د اقداماتو له امله نیولی دی.

رایان کوربت چې د بشري مرستو په چارو کې کار کوه د طالبانو له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې نیول شوی او د هغې نیټې راهیسې پر هغه باندې د کوم جرم د لګیدلو پرته په زندان کې ورځې شپې سبا کوي.

تراوسه د بل نیول شوي امریکايي اوسیدونکي او د نورو بهرنیو اوسیدونکو د هویت په اړه طالبانو رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو نیول ددغې ډلې سره د امریکا په اړیکو او تعامل په برخه کې یو خنډ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مک کانل په سمدستي توګه د طالبانو د زندان څخه د یو امریکایي خوشې کیدو غوښتنه وکړله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*