مېلر: د امریکایي وګړو نیول ا.ا سره د تعامل پر وړاندې خنډ دی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکایي وګړو نیول د واشنګټن او کابل ترمنځ د مثبت تعامل لپاره خنډ ګڼي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د دغه هېواد چارواکو تل د اسلامي امارت له استازو سره په خپلو ناستو کې له قید او شرط پرته د امریکایي وګړو پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر ویلي: « امریکايي چارواکو تل په دوامداره توګه، د طالبانو له استازو سره په کتنو کې، په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو له قید او شرط او ځنډ پرته ازادولو غوښتنه کړې ده. دغه ترینګلتیاوې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د مثبت تعامل پر وړاندې مهم خنډ دی.»

اسلامي امارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره پکار ده چې دوه اړخیزې غوښتنې په پام کې ونیول شي.

د سیاسي چارو شنونکي، واحد فقیري طلوع نیوز ته وویل: « په افغانستان کې د امریکایي بندیانو بندي پاتې کېدل د افغانستان او امریکا پر اړیکو منفي اغېزې کوي او امریکا په دې برخه کې جدي ده.»

تر دې وړاندې، د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک کال ویلي و، د هغو امریکايي وګړو د خوشې کولو هڅې دوام لري چې د اسلامي امارت په بند کې دي او ټينګار یې کړی و چې ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي په یوه خوله د اسلامي امارت له لوري د امریکايي وګړو نیول او بندي کول د زغم وړ نه بولي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مېلر: د امریکایي وګړو نیول ا.ا سره د تعامل پر وړاندې خنډ دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*