م.م: په ټوله نړۍ کې د مخدره موادو د کارونکو شمير لوړ شوی

آرشیف: انځور د نشه ېې توکیو کارونکي
آرشیف: انځور د نشه ېې توکیو کارونکي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په نړۍ کی په ۲۰۲۱ کال کې له ۲۹۶ میلیونو څخه زیاتو کسانو د چرسو، هیروینو او کوکاينو په څېر نشه یي توکي کارولي دي. دغه سازمان د نشه يي توکو د کاروونکو په شمېر کې د ۲۳ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر د دوشنبې په ورځ په ویانا کې د مخدره توکو د نړیوال راپور د خپرولو پر وخت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې له ۲۹۶ ملیونو څخه زیاتو خلکو مخدره توکي لکه چرس، هیرویین یا کوکاین کارولي دي. چې دا د ۲۰۱۱ راهیسې، د مخدره توکو د کاروونکو په شمیر کې ۲۳ سلنه زیاتوالی ښې.

ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د نشه یي توکیو د کارونې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي.

د دې سازمان د راپور له مخې، تر ټولو عام چرس استعماليږي، چې شاوخوا ۲۰۱۹ میلیونه خلک یې کاروي. ۳۶ میلیونه کسان امفتامين نورو ۲۰ میلیونه کسان کوکاین کاروي.

د رپوټ په حواله شاوخوا ۶۰ ملیونو نورو خلکو د غیر طبي موخو لپاره د افیونو څخه ناوړه ګټه اخیستې ده. په دې موادو کې هیرویین او مورفین شامل دي او د ډیرو جدي روغتیایي ستونزو لامل کیږې.

په ویانا کې د ملګرو ملتونو د دفتر اجرایوي مشرې غاده ولي وویل، د قاچاقي ډلو پر وړاندې قوي اقداماتو ته اړتیا ده چې د ناقانونه مخدره توکو د ودې او تولید لپاره له جګړو او بحرانونو ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو د کلني راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې به شاوخوا ۴۰ میلیونه کسان د نشه یي توکو د کارونې له امله له روغتیايي پایلو او زیانونو سره مخ شي، چې دا شمېره د لسو کلونو مخکې په پرتله دوه برابره ده.

په عین حال کې، ډېری هغه کسان چې روغتيايي مرستو ته اړتيا لري، کومک نه ترلاسه کوي. درملنې ته د اړتيا لرونکو پنځو کسانو څخه یې يو تداوي کيږي.

کارپوهان په ټوله نړۍ کې د مرستو د پراخولو او د نشه يي توکو د مخنیوې غږ کوې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "م.م: په ټوله نړۍ کې د مخدره موادو د کارونکو شمير لوړ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*