نړيوال دې د افغان نجونو زده‌کړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري

نړيوال

د افغان نجونو د تعلیم فعاله عایشه خرم وایي، دا مهال میلیونونه نجونې په افغانستان کې له خپل لومړني حق، یا زده‌کړو بې‌برخې دي. نړيوال دې د افغان نجونو زده‌کړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري

نوموړې چې ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې پاتې شوې، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې، له زده‌کړو د نجونو محرومېدو ته د بېړني ناورین په توګه وګوري او چلند ورسره وکړي.

په دې تړاو د عایشې خٌرم ویډیویي پيغام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې پرون چهارشنبه (د مارچ ۱۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

نن میلیونونه ځوانې نجونې په افغانستان کې له خپل ډېر لومړني حق نه بې برخې دي

د پيغام په یوه برخه کې راغلي: “نن میلیونونه ځوانې نجونې په افغانستان کې له خپل ډېر لومړني حق نه بې برخې دي، دا زده‌کړو ته د لاس‌رسي حق دی. په هر حال د ټکنالوجۍ د پرمختګونو په دې عصر کې هیڅ پلمه نه‌شته چې په افغانستان کې ښځو او نجونو سره شوې بې عدالتۍ ته رسیدګي ونه‌شي. زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې سره یوموټی او په نوښتي حل لارو پانګونه وکړي چې ځوانو ښځو او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، ځکه د تعلیم ناورین بېړنی دی.”

عایشه خرم د جزیاتو له ورکولو پرته وايي، دې په خپل نوښت سره یو شمېر افغان نجونو ته د تعلیم د دوام زمینه برابره کړې ده.

ارشيف
ارشيف

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون د مارچ ۱۵مه د سرپرست حکومت ۱۹ میاشتې پوره شوې، خو لا هم د نجونو د منځنۍ او لېسې ښونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانيستو څرک نه لګیږي.

که څه هم ځینو چارواکو ویل چې، د نوي تعلیم کال له پیل سره به د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانيستل شي، خو شاوخوا اوونۍ وشوه چې سړو سیمو کې تعلیمي کال یوازې د هلکانو لپاره پيل شوی دی.

نجونو او مېرمنو د تعليم، تحصيل او کار د حقونو ترلاسه کولو لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل.
نجونو او مېرمنو د تعليم، تحصيل او کار د حقونو ترلاسه کولو لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل.

په همدې حال کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ( Penny Wong ) د افغان ښځو او نجونو بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د نوموړې دغه څرګندونې د استرالیا یوې انلاین ورځپاڼې مندرین (mandarin) را اخیستي دي.

مېرمن وانګ ویلي، که چېرته د ښځو د حقونو په برخه کې شته بندیزونه له منځه ولاړ نه‌شي، په راتلونکې کې به یې د ناوړه عواقبو اغیز هر افغان حس کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړيوال دې د افغان نجونو زده‌کړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*