نیمروز؛ ‘ایران په تېر یوه کال کې ۲۰ زره بې سرپرسته افغان کډوال ماشومان ستانه کړي دي’

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نیمروز ولایت چارواکي وايي، ایراني چارواکو په تېر یوه کال کې د دې ولایت له لارې نژدې ۲۰ زره افغان ماشومان په زور له ایرانه شړلي دي.

د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون په رپوټ کې د کډوالو سرحدي چارو ځايي مسوول محمد هارون واحدي له قوله ویل شوي، چې دغه ماشومانو له مور، پلار پرته افغانستان ته استول شوي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

نوموړي په دې هکله وویل: ”په تېر یوه کال کې ۲۰ زره ماشومان (له ایرانه) ایستل شوي، له موږ سره ثبت دي او همکارې خیریه ټولنې د ورېښمو پولې په سیمه کې د روغتیا، لېږد او نورو اړوند چارو برخه کې همکاري کوي.”

ښاغلی واحدي زیاتوي هره ورځ نژدې ۴۰ داسې ماشومان د پولې اوږدو کې د میلک سیمې لارې راستنېږي، چې کورنۍ یې لا هم په ایران کې دي او په وینا یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

په نیمروز کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست یوه کارکوونکي علا الدین امیري هم ویلي، په تېر یوه کال کې د داسې درې زره ماشومانو کورنیو موندلو کې بریالي شوي، چې له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي وو او دا ماشومان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

کډوال
د عکس تشریح،د طالبانو حکومت چارواکي وايي، له ایرانه سلګونه زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

د یادونې ده، چې په دا وروستیو کې د ایران پلازمېنې تهران ښاروالۍ مسوولینو ویلي وو، له لارو، کوڅو داسې ماشومان ټولوي چې پر ډېرانونو ګرځي او د پلور وړ توکي راټولوي.

د تهران ښاروالۍ ویاند عبدالمطهر خان په دا وروستیو کې یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې د دې ماشومانو په تړاو شوې وه، د هغو ”ناقانونه افغان” ماشومانو خپل هېواد ته استولو ته اشاره کړي وه، چې مزدوري کوي، له ډېرانونو توکي ټولوي او د ډېری هغو عمرونه له ۱۵ کلونو کم دي.

ایراني چارواکو له دې مخکې هم د هغو افغان ماشومانو شړلو خبره کړې وه، چې په دې هېواد کې مزدوري کوي.

په ایران کې د کډوالۍ ملي سازمان مشر د تېر کال حوت میاشت کې ویلي و، هغه بهرني ماشومان به راټول او وشړل شي، چې په غیر قانوني توګه په ایران کې مزدورۍ کوي.

ایراني چارواکو په دا وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

تېره اونۍ په نیمروز ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ادارې مشر عبدالله ریاض وویل، ایراني چارواکو ۱۲۰ زره افغان پناه غوښتونکي ”په زور راشړلي دي.”

د تېر کال دسمبر کې بیا د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد ویلي و، چې نژدې ۳۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته استول شوي.

ایراني چارواکي وايي، نژدې پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نیمروز؛ ‘ایران په تېر یوه کال کې ۲۰ زره بې سرپرسته افغان کډوال ماشومان ستانه کړي دي’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*