هندي رسنیو په کندهار کې د داعش ډلې د غړيتوب په تور د یوه هندي وګړي د نیول کېدو خبر ورکړی

هندي رسنۍ هندوپوست خبر ورکړی، چې طالبانو یو هندي وګړی د داعش خراسان سره د یوځای کېدو په تور نیولی دی.

د همدې رسنۍ د معلوماتو له مخې؛ دغه هندي تبعه اوسمهال په کندهار کې بندي دی او پوښتنې ترې روانې دي.

هندوپوسټ د شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) په خپل خبر کې لیکلي، چې دغه هندي تبعه د مالاپورام ښار اوسېدونکی دی.

طالبانو دغه هندي د تاجکستان له لارې افغانستان ته په ننوتلو تورن کړی دی.

د هغه نوم «ثناء الاسلام» اعلان شوی او ویل شوي، چې هغه کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

هندوپوسټ ورځپاڼې د طالبانو د استخباراتي ادارې له قوله ویلي، چې دغه هندي کندهار ته د خپل سفر موخه هم نه شي بیانولی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي؛ خو دغې ډلې په وار – وار ادعا کړې، چې داعش له منځه تللی او ګاونډیو هېوادونو ته له افغانستان څخه ګواښ نه شته.

به ورته وخت کې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په وار – وار خبرداری ورکړی، چې داعش په افغانستان کې فعال حضور لري.

په دې وروستيو کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د سې شنبې په ورځ (د کب ۸مه) له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هندي رسنیو په کندهار کې د داعش ډلې د غړيتوب په تور د یوه هندي وګړي د نیول کېدو خبر ورکړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*