هندي رضاکاران د همالیا غرونه د سیلانیانو له خځلو پاکوي

هندي رضاکاران د همالیا غرونه د سیلانیانو له خځلو پاکوي
هندي رضاکاران د همالیا غرونه د سیلانیانو له خځلو پاکوي

په هند کې د همالیا په غرنیو سیمو کې هندي رضاکاران وايي، له سیلانیانو پاتې په ټنونو خځلو د سیل او تفریح دا سیمه ککړه کړې او رضاکاران یې پاکولو ته لاس په کار شوي دي.

په دغه سیمه کې ګرځندوی صنعت مخ پر وده روان دی. د ګرځندوی د ودې له امله د سیمې اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی.

د هند درمشالا ښار ته څېرمه د “داولادر” د رضا کارو ډله هره شنبه، د مسافرو او سیلانیانو غورځول شوي پلاستیکونه او نورې خځلې راټولوي. دغه کمپاین درې کاله وړاندې د هوايي بالونونو د الوځولو سیمې ته څېرمه پېل شوی دی.

د “داولادر” د رضا کارې ډلې مشر ارویند شرما وايي دا کمپاین اوس ټول هماچل پردیش ایالت ته غځېدلی دی.

هغه زیاتوي: “د پوهنتونو ډېر هغه محصلین چې دې ایالت ته د زده کړو لپاره راغلي، زموږ سره پدې کمپاین کې ملګري شویدي. اوس دوی د ایالت په نورو برخو کې ورته ګروپونه جوړ کړي دي.”

رضاکاران وايي، له سیمې د خځلو راټولولو ترڅنګ هڅه کوي چې د خلکو ترمنځ د چاپیریال ساتنې په اړه پوهاوی زیات کړي. دوی وايي، ځینې دفترونه او عبادتځایونه یې هڅولي چې پلاستیکي لوښې استعمال نکړي.

د سیمې یو سوداګر او رضاکار ارجون لالهال وايي: “موږ ټول غره ته د هغه ارام، چې موږ يې په ښارونو کې نه مومو، د ترلاسه کولو لپاره ځو. خو موږ باید غرونو ته با مسوولیته لاړ شو. دا هغه پیغام دی، چې موږ یې خلکو ته ورکول غواړو.”

د “داولادر” د رضا کارې ډلې مشر ارویند شرما پر خلکو غږ کوي چې د خپلو خځلو د پاکولو مسوولیت واخلي. هغه وايي: “دا یوه داسې پروسه ده، چې وخت نیسي، خو ولسونه همکاري کوي. دا زموږ د غرونو لپاره یوه ښه خبره ده.”

په رضا کارو کې ځوانان او د زیات عمر لرونکي خلک هم شامل دي، له دوی سره جرمنۍ سیلانۍ ګریتا یانګچین چې دوه کاله مخکې دې سیمې ته راغلې وه، هم یو ځای شوې ده.

رضا کاران هره شنبه له خځلو راټولولو وروسته سره یوځای کېږي او د خپل نوي فعالیت لپاره پلان جوړوي او د هغو غرونو، چې دوی یې د خپل کور ګڼي، د خوندیتوب ژمنه تازه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هندي رضاکاران د همالیا غرونه د سیلانیانو له خځلو پاکوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*