هند د کرکټ د نړیوال جام فاینل کې استرالیا ته د ۲۴۱منډو هدف وټاکه

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام پایلوبه نن یکشنبه نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) د هند په احمد اباد کې روانه ده.

د استرالیا لوبډلې کپتان د پچې له ګټلو وروسته کوربه هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. هند د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو ۵۰ اورونو کې استرالیا ته د۲۴۱ منډو هدف ټاکلی دی.

د هند د کرکټ په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۶۶ کې ال راهول وکړې او ویرات کوهلي په ۵۴ منډو اوټ شو. د هند لوبغاړو هاغسې چې د نړیوال جام په نورو لوبو کې ښه ځلېدلي وو او ډېرې منډې یې کړې وې، په پایلوبې کې د استرالیا خلاف یې هاغسې لوبه ونشوه کړای.

د هند کپتان روهیت شرما په ۴۷ منډو او د سر بل لوبغاړی شوبمن ګېل یې په څلورو منډو اوټ شول. په دوی پسې بل درېیم لوبغاړی شرییاس هم ژر او په څلورو منډو اوټ شو. که څه هم کوهلي او راهول ښه ملګرتیا وکړه، مګر استراليايي توپ اچوونکو پرېنښودل چې ډېر غټ هدف وټاکي.

د استرالیا تېز توپ اچوونکي میچل سټارک درې هندي لوبغاړي او د استرالیا کپتان پاټ کامینز او جاش هزلوټ دوه-دوه لوبغاړي اوټ کړل.

د هند د کرکټ په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۶۶ کې ال راهول وکړې او ویرات کوهلي په ۵۴ منډو اوټ شو. د هند لوبغاړو هاغسې چې د نړیوال جام په نورو لوبو کې ښه ځلېدلي وو او ډېرې منډې یې کړې وې، په پایلوبې کې د استرالیا خلاف یې هاغسې لوبه ونشوه کړای.

استرالیا تر دې دمه پنځه ځلې د یوې ورځنیو لوبو نړیواله اتلولي او هند دوه ځلې ګټلې دي.

دکرکټ لوبه د نریندار مودي په نړیوال لوبغاړي کې کېږي، چې د څه باندې ۱۰۰زره ننداچیانو د ناستې ځای لري او په نړۍ کې تر ټولو لوی لوبغاړی بلل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هند د کرکټ د نړیوال جام فاینل کې استرالیا ته د ۲۴۱منډو هدف وټاکه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*