هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو واکسین دویم سراسري کمپاین پیل شوی

💬0

هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو واکسین دویم سراسري کمپاین پیل شوی

د پولیو واکسین د کمپاینونو په دوام، د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت ویاند وايي، په دې څلور ورځني کمپاین کې به نږدې ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت‌زمان امرخېل ټینګار کوي چې په جنوبي زون کې به دغه کمپاین د ښه تطبیق په موخه د سې‌شنبې په ورځ پیل شي.

شرافت‌زمان امرخېل وویل: «سږ کال یو ملي او دوه فرعي کمپاینونه ترسره شوي او دا د روان کال څلورم کمپاین دی. د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره په هېواد کې د ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.»

په ورته وخت کې، یو شمېر هېوادوال او کورنۍ د پولیو ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسین کمپاینونو پر زیاتېدو ټینګار کوي.

د کابل اوسېدونکی برکت‌الله وايي: «له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې هره میاشت د واکسین کمپاین ترسره کړي او ماشومان واکسین کړي، ځکه په لرې پرتو سیمو کې ډېر ماشومان په پولیو اخته دي.»

د کونړ اوسېدونکی بلال وايي: «هغه کسان چې خپل ماشومان نه واکسینوي، قومي مشران او ملا امامان باید هغوی قانع کړي، ځکه دا یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده.»

ډاکټران هم د عامه پوهاوي پر پراختیا او له عامې روغتیا وزارت او واکسیناتورانو سره د کورنیو پر همکارۍ ټینګار کوي.

ډاکټر سیدشریف حسیني وايي: «د دې ناروغۍ درملنه ستونزمنه او ناشونې ده، له همدې امله تر ټولو غوره مخنیوی واکسین دی او ماشومانو ته باید په ټاکلي وخت د واکسین دوه څاڅکي ورکړل شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان په روان میلادي کال کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی؛ خو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه دغه شمېر نه تایید او نه هم رد کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو واکسین دویم سراسري کمپاین پیل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*