واشینګټن: هېوادونه دې له ا.ا سره تعامل کې د ښځو حقونو تامین ته دې پام وکړي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړۍ هېوادونه دې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو پر بنسټ تعامل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په دې هکله په یوې خبري ناسته کې ویلي:«موږ غواړو و وینو چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او موږ هم له نورو هېوادونو غواړو چې د دغه اصل پر بنسټ له طالبانو سره تعامل وکړي.»

خو اسلامي امارت وايي چې، په هېواد کې د ښځو او نجونو ټول حقوق خوندي دي او زیاتوي چې نړۍ باید د افغانستان کلتوري ارزښتونو ته په پام سره د ښځو او نجونو حقوق تعریف کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«غوره ده چې تعامل وي. افغانستان یو امن هېواد دی، هغه هېواد دی چې د یوه اسلامي هېواد په توګه د خپلو ټولو وګړو حقونه یې تامین کړي او اړینه ده چې تامین یې کړي. دا د دغه امارت یوه ژمنه ده او حقونه باید تعریف شي چې کوم حقونه ورکړي او د کومو حقونو لپاره مکلیفیت لري؛ همدارنګه باید د لیدلوري او کلتور توپیر هم باید په پام کې ونیولی شي.»

ورته مهال، په افغانستان کې له زده‌کړو بې برخې شوې نجونې یوځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې د زده‌کړو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.

۱۶ کلنه رابعه چې دوه کاله مخکې د اتم ټولګي زده کوونکې وه، اوس یې له خپلو ملګرو سره د انځورګرۍ او خطاطۍ زده‌کړو ته مخه کړې ده.

هغه وايي:«کله چې ونه‌توانېدم ښوونځیو ته ولاړه شم؛ ناهیلې نه‌شوم؛ ځکه که خدای (ج) یوه دروازه تړي، بله دروازه زموږ پر مخ پرانیزي. ومې غوښتل چې د خطاطۍ ښکلي هنر ته مخه کړم او کله مې چې خطاطي زده‌کړه، کرار کرار مخته ولاړم د رسماۍ او نقاشۍ او نورو هنرونو په لور.»

زده کوونکې ثنا طلوع‌نیوز ته وايي:«له اسلامي امارته هیله لرم چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښووڼځیو دروازې پرایزي، څو موږ وکړای شو یوه روښانه راتلوونکې ولرم.»

په وروستیو څه باندې دوه نیمو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

اخوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ښوونې او روزنې په برخو کې فعالو ښځو سره په کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل حیاتي موضوع کړې او په هېواد کې د دایمي سولې او ټيکاو لپاره یې ملي خبرې اترې مهمې بللې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "واشینګټن: هېوادونه دې له ا.ا سره تعامل کې د ښځو حقونو تامین ته دې پام وکړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*