په واوره او کنګل موسم کې موټر څنګه وچلوو؟

د ژمي په شرایطو او خورا سړه هوا کې موټر چلول ننګوونکي وي. البته، کله چې شرایط خورا خراب وي، شاید غوره پرېکړه دا وي چې له ډېرو ضروري مواردو پرته له موټر چلولو ډډه وشي. خو که تاسو موټر چلولو ته اړتیا لرئ، ځان ډاډمن کړئ چې لازم چمتووالی ورته ولرئ.

په واوره او یخک کې د موټر چلولو لپاره باید کوم وسایل ولرو؟

له خوځېدو مخکې مو د موټر چرمولو ته کافي وخت ورکړئ او دا هم په پام کې ونیسئ چې د ژمي په شرایطو کې سفر کول ممکن د عادي سفر پرتله ډېر وخت ونیسي.

د ترافیکو او سړکونو د وضعیت راپورونه وګورئ او هڅه وکړئ هغه لوی سړکونه او لارې وټاکئ چې د واورو لرې کولو او د سړک له سطحې څخه د یخ توږلو لپاره لومړیتوب لري. د امکان تر حده له لنډو لارو ډډه وکړئ.

ګرمې جامې واغوندئ او هوسا بوټان پر پښو کړئ، ګرم کوټ، خولۍ، لاسموغان، پیاوړې بوټان، او یوه کمپله درسره ولرئ چې د اړتیا په وخت کې -کله چې بند پاتې شئ یا د خپل موټر پرېښودو ته اړ شئ، ګټه ترې واخلئ.

ژمی

همدارنګه، د واورې ورېدو په ورځو کې د لمر ضد مناسبو عینکو ته اړتیا لیدل کېدای شي.

که ممکنه وي، ځینې خوراکي توکي لکه چاکلېټ او بیسکویټ او همدارنګه اوبه او ګرم څښاک درسره واخلئ او ځان ډاډمن کړئ چې د اړتیا وړ درمل هم ولرئ.

تل یو بشپړ چارج شوی ګرځنده تیلیفون، د واورې توږلو بېلچه او د زاړه فرش یو څو ټوټې او لږ خاوره درسره ولرئ چې په واوره کې د موټر بندېدو په صورت کې یې له ټایرونو لاندې کړئ چې موټر مو حرکت وکړئ.

په واورو او یخ کې د چلولو لپاره موټر څنګه چمتو کړئ؟

.

د ژمنیو ټایرونو پېرودلو ته پام وکړئ چې د سړک په سطحه د نښلېدو وړتیا ولري، په ځانګړي توګه که تاسو په سړه سیمه او د منظم واورې ورسېدو ځای کې اوسېږئ.

که تاسو عادي ټایرونه لرئ، ځانونه ډاډه کړئ چې لږ تر لږه درې میلي‌متره عمق ولري او د ژمي د موټر چلولو لپاره یې هوا تنظیم شوې وي.

د برېښنایي موټر بېټرۍ په ژمي کې په چټکۍ سره ختمېږي. نو که تاسو په منظمه توګه په ژمي کې اوږدو سفرونو ته وځئ، له قطره‌يي چارجولو ګټه واخلئ.

ډاډ ترلاسه کړئ چې د موټر د مخکېنۍ او شاتنۍ ښیښې اوبه شیندونکی (اب پاش) لپاره کافي اوبه ولرئ او د دغو اوبو د کنګل کېدو د مخنیوي لپاره انټي‌فریز اوبه وکاروئ.

که په شپه کې د واورې پاکوونکي د کنګل کېدو خطر او پر ښیښه د نښلېدو وېره وي، د شپې وایپر او ښیښې ترمنځ یوه قوي ورقه یا کاغذ کېږدئ.

د تېلو ټانکۍ ډکه وساتئ، که په لاره کې کومه ستونزه پیدا شي او اړ وئ چې موټر مو چالان پرېږدئ چې منځ یې ګرم او تود پاتې شي، یا تاسو خپل منزل ته له رسېدو مخکې بېرته شاته ستنېږئ، نو باید کافي تېل ولرئ.

البته، که تاسو په سړک کې پاتې شئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې واوره ستاسې د موټر سلنګسر نه بندوئ ځکه چې په دې حالت کې، مضر ګاز موټر ته ننوځي.

په واوره او یخ کې موټر څنګه وچلوو؟

واوره

مخکې له دې چې په واوره او یخ کې حرکت وکړئ، د مخې، شا او څنګ ښیښې او د موټر بام مو له واورې پاک کړئ.

د مخې ښیښې د مینځلو لپاره جوش شوي اوبه مه کاروئ ځکه چې دا ښیښه ماتولی شي او په هرصورت ، اوبه به ژر پر ښیښه یا ستاسو د پښو لاندې پر ځمکه کنګل شي. مخکېنۍ او شاته څراغونه وګورئ او واوره ترې پاکه کړئ.

که ستاسو موټر اتومات نه وي، د یخک (کنګل) حالت کې په دوهم ګیر کې موټر چلوئ او پر کنګل یا واوره د ټایر د ښویېدو د مخنیوي لپاره په یخ او واورین حالت کې له کلچ نه خپله پښه ورو ورو پورته کوئ، د موټر د لا ښه کنټرول لپاره په لوړ ګیر کې پاتې شئ.

ډیری اتوماتیک موټرونه په “واوره” یا د “ژمي” شرایطو کې د موټر چلولو لپاره ګیر لري، – د پېژندلو لپاره یې د موټر لارښود ته مراجعه وکړئ.

د موټر چلولو پر مهال مناسب سرعت وساتئ. لوړ سرعت د موټر د کنټرول له لاسه ورکولو خطر لري او ډیر ټیټ سرعت ممکن د اړتیا په وخت کې ستاسو د سرعت مخه ونیسي.

د امکان تر حده په نرمۍ سره بریک ونیسئ او په چټکۍ کې او ناڅاپي ډول د ګېر له بدلولو ډډه وکړئ. داسې موټر وچلوئ چې تاسو د درولو لپاره ټینګ بریک ته اړتیا ونه لرئ.

په یاد ولرئ چې په واوره او یخ کې، له بریک نیولو وروسته د موټر د درېدو فاصله د نورمال شرایطو په پرتله لس برابره کېدی شي.

د خپل موټر او مخکېني موټر ترمنځ ډېر واټن وساتئ.

په لویو لارو کې، د لږ یخ او خټو سره په خپل لین کې موټر چلوئ او که امکان ولري، د مخکې موټرو د ټایرونو پر نښو موټر چل کړئ.

که موټر په واوره او یخ کې بند شي، څه باید وشي؟

.
د عکس تشریح،

کله چې موټر په واورو او یخ کې ودرېږي، ټایرونه په خپل ځای ګرځي او که تاسو د حرکت کولو هڅه وکړئ، دوی یوازې په واورو کې ژور ډوبېږي.

په یوه بېلچه د ټایر له مخې نه واوره پاکه کړئ او بیا د ټایر په مخ کې د فرش یوه ټوټه یا خاوره/شګه واچوئ چې ټایرونه هغه کشش پیدا کړي چې اړتیا ورته لري.

له مخکې ګېر نه بېرته شاته ګېر ته شئ او بیا بېرته مخکې ګېر ته شئ او مخته ولاړ شئ. ورو ورو اکسلرېټر ته فشار ورکړئ تر هغه چې موټر لارې ته سم شوی نه وي.

که په هر حالت کې، موټر حرکت نه کوي، د موټر ماشین او بخارۍ چالانه وساتئ. مګر دا خورا مهمه ده چې ځان ډاډه کړئ واوره خو سلنګسر نه او زهرجن مونو اکساید ګاز موټر ته نه ننوځي.

که موټر ته د ګاز ننوتلو خطر وي، د انجن او بخارۍ له چالان پرېښودو ډډه وکړئ. البته، حتی که داسې کوم خطر هم نه وي، دا اړینه ده چې انجن له هرو لسو تر پنځلس دقیقو کې ګل کړئ.

په خپل موټر کې یا ورته نژدې پاتې شئ ځکه چې پر ځمکه د واورو د ډېرېدو په وخت کې د ورکېدو امکان شته.

که تاسو له موټره لرې کېدو ته اړتیا لرئ، د ټوکر یوه څرګنده او روښانه رنګ کې ټوټه په موټر کې واچوئ چې په واوره کې له ورایه ښکاره شي او تاسو موټر وموندلی شئ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په واوره او کنګل موسم کې موټر څنګه وچلوو؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*