وډانټ پټېل: افغانستان کې محدودیتونه د واشنګټن لپاره د منلو نه‌دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل وایي چې دوی پر ښځو د محدودیتونو په اړه له «طالبانو» سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د واشنګټن لپاره د منلو نه‌دی.

اسلامي امارت هم د واشنګټن په غبرګون کې وايي چې په هیواد کې د ښځو په اړه د نورو هیوادونو اندېښنې بې ځایه دي او د افغان ښځو حقوق د اسلامي قوانینو پر بنسټ خوندي دي.

ښاغلي پټېل همدارنګه خبریالانو ته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې چلند لا هم د دوی لپاره د اندېښنې وړ دی.

هغه زیاته کړې:«له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، د بشري حقونو نشتوالی او په ورځنۍ ژوند کې د اساسي بشري حقونو نشتوالی لاهم زموږ لپاره اندېښمنوونکی دی. موږ طالبانو ته څرګنده کړې ده، چې دا وضعیت موږ ته د منلو وړ نه‌دی، ځکه چې هغوی د خپل مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې دي.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا د ښځو په برخه کې د دغو هېوادونو اندېښنې بې بنسټه ګڼي او وايي چې اسلامي امارت د ټولو ښځو حقونه خوندي کړي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«ښځې له هغو حقونو څخه چې اسلامي شریعت ورته وکړي برخمنې دي. په ځينو برخو کې چې تراوسه زمینه برابره شوې نه ده، لکه د تعلیم او کار په برخو کې چې کار پرې روان دی او ترې انکار نه‌دی شوی. دا د افغانستان د خلکو موضوع ده او ورته د حل لارې په لټه کې یو او دا اندېښنه په امریکا او نورو هېوادونو پورې اړه نه‌لري.»

که څه هم اسلامي امارت په ځلونو په هېواد کې د ښځو د حقونو د نه خوندیتوب خبره رد کړې؛ خو د ښځو د حقونو ځينې فعالانې له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول بندیزونه لېرې کړي.

د بشري حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش په دې هکله داسې وايي:«تر هغې چې د اسلامي امارت حکومت پرېکړه ونه‌کړي او کار ونه‌کړي، فکر نه کوم چې اغېز ولري. که‌چېرې اغېزه یې لرله په دغو دوو کلونو کې موږ یې پایله لیدله.»

د دوشنبې په ورځ یوناما یا د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو، د نیونو د دوام او نورو مسایلو په تړاو خپل درې میاشنی راپور خپور کړ چې د بشری حقوقو په برخه کې دغه راپور د اسلامی امارت له سخت غبرګون سره مخ شو. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وډانټ پټېل: افغانستان کې محدودیتونه د واشنګټن لپاره د منلو نه‌دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*