وینزویلا کې ویجاړوونکې زلزله؛ لسګونه کسان مړه او سلګونه ټپیان دي

💬0

وینزویلا کې ویجاړوونکې زلزله؛ لسګونه کسان مړه او سلګونه ټپیان دي

د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس لوېدیځ ته دوو زورورو زلزلو چې د ریکتر په کچه یې شدت ۷.۲ او ۷.۵ و، پراخ زیانونه اړولي او ګڼې ودانۍ یې نړېدلې دي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې (USGS) د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز د کارابین سمندر پر غاړه د مورون سیمې ته نږدې، د کاراکاس لوېدیځ ته شاوخوا ۱۶۸ کیلومټره لرې او د ځمکې په ۱۳ کیلومټره ژوروالي کې ثبت شوی دی.

که څه هم د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په خپلې لومړنۍ ارزونه کې د لوړو مرګ‌ژوبلو او پراخو زیانونو احتمال څرګند کړی، خو ځايي چارواکو تر اوسه د لږ تر لږه ۳۲ کسانو د وژل کېدو او ۷۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د دې پېښې له زیانمنو شویو کسانو، اویلیو ګونزالس وویل: «کله چې بېرته راستانه شو، ولیدل چې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې وه. نېکمرغه یو چې ګاونډیان هم ژوندي پاتې شول. کاراکاس په زلزله‌ځپله سیمه کې موقعیت لري، خو له ډېرې مودې وروسته مو داسې زوروره زلزله تجربه کړه.»

د دغو دوو زورورو زلزلو له رامنځته کېدو وروسته، د وینزویلا حکومت بېړنی حالت اعلان کړ.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې، ډیلسي رودریګز، وویل: «په دې سختو شېبو کې له هغو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي او له خلکو غواړو چې له چارواکو سره بشپړه همکاري وکړي. هغه کورونه چې سخت زیانمن شوي، باید تخلیه شي. د ملکي خوندیتوب ځواکونه او د هېواد بېړنی خدمت په ټولو اغېزمنو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د اساسي قانون له مخې، بېړنی حالت اعلانوو.»

ورپسې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ هم په یوه پیغام کې ویلي چې متحده ایالات چمتو دي وینزویلا ته بېړنۍ مرستې ورسوي او اړوندو دولتي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د ژغورنې ډلې او بشري مرستې د چټک لېږد لپاره چمتووالی ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د خپلې ارزونې له مخې ویلي، د دغو زلزلو احتمالي مرګ‌ژوبله ښايي د ۱۰ زرو او ۱۰۰ زرو کسانو ترمنځ وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وینزویلا کې ویجاړوونکې زلزله؛ لسګونه کسان مړه او سلګونه ټپیان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*