وېسټ د یوناما له مرستیال سره د افغانستان په ملاتړ غږېدلی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوناما له مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

توماس وېسټ پر خپله اېکس پاڼه ډاډ ورکړی چې واشنګټن به په یادو برخو کې په افغانستان کې له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ددې ترڅنګ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، د کډوالۍ د نړۍ سازمان له رییسې سره په کتنه کې له هغو افغانانو سره د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې چې افغانستان ته را لېږدول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: « هغه بنسټونه چې له راستانه شویو کډوالو سره مرستې کوو، هیله مو ترې دا ده چې د افغانستان له ادارو سره په همغږۍ او روڼ ډول دا مرستې وکړي او خپلو مرستو ته دوام وکړي.»

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې، له راستانه شویو افغانانو سره د مرستې په موخه یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالی کمیشنرۍ سره ۳  اعشاریه ۸ میلیون ډالره او په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال سازمان سره ۲ اعشاریه ۹ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې ده.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې ناروې ژمنه ده چې له افغانانو سره  بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالبصیر تره کي و ویل: «له پاکستانه افغانستان ته له رستانه شویو کډوالو سره په بېلابېلو نومونو مرستې کړي دي خو دا مرستې بنسټیزې نه وې او له اسلامي امارت څخه هم داسې مرستې نه دي شوي چې بنسټیزې دې وي.»

د اقتصاد وزارت وايي، اسلامي امارت تر اوسه له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه، راستول شویو افغانانو ته د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیايي توکو په برخو کې لازمې مرستې کړې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه و ویل: «اسلامي امارت له راستانه شویو کډوالو سره د سرپناه، زده کړو، روغتیا په برخه کې پلانونه لري او د دې پلان لویه برخې پلې شوې هم ده.»

تر دې مخکې، نهو نورو نادولتي او نړۍوالو بنسټونو هم له پاکستانه په جبري توګه د راستول شویو افغانانو د وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وېسټ د یوناما له مرستیال سره د افغانستان په ملاتړ غږېدلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*