يونيسف سلګونو زرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

يونيسف سلګونو زرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې
يونيسف سلګونو زرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

«يونیسف» په افغانستان کې د «محور ټولنې» تر نامه لاندې د روزنیز پروګرام د پراختيا خبر ورکوي. دغه سازمان وايي چې له دې پروګرام سره په افغانستان کې څه باندې نیم میلیون نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د محور ټولنې تر نامه لاندې زرګونه روزنیز ټولګي جوړ کړي دي.
 یونیسف نن، دوشنبه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دغو روزنیزو ټولګیو په جوړولو سره، نیم ملیون نجونو او هلکانو ته په وړیا توګه د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
 د دغه ټویټ په یوې څنده کې لیکل شوي: «د ډیرو نجونو لپاره ټولنیز ټولګي یوازنۍ لاره ده چې وکولای شي ښوونځي ته ولاړې شي.»

څه موده وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت د یوه مکتوب په استولو سره په هلمند او کندهار ولایتونو کې د ټولو سیمه ییزو غیردولتي موسسو او ښوونیزو ټولګیو تعلیمي فعالیتونه تر ثاني امره پورې ځنډولي او تر اوسه په دې اړه د دغو سازمانونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه کوم معلومات خپاره شوي نه دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به په افغانستان کې روزنیزو ټولګي پراخ کړي او له دې لارې به په ټول هېواد کې سل زره نورو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

حاکم نظام په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې منع کړې او بيا وروسته یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې. له سختو غبرګونونو او پرله پسې ملي او نړیوالو غوښتنو سره سره دغې ډلې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې په ګډون د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سیف چلډرن) او یو شمیر نورو بنسټونو له تعلیم څخه د نجونو له منع کېدو وروسته، د حاکم نظام له مخ پر زیاتیدونکو محدودیتونو سره سره، د افغانستان د قندهار او هلمند ولایتونو په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په زرګونو نجونو او هلکانو ته روزنیز سیمه ټولګي جوړ کړي دي.

منبع

1 Comment on "يونيسف سلګونو زرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*