د ټرانسپورټ او ټرانزیټ ملي ورځ؛ افغانستان به د ټرانزیټ پر څلورلارې بدل شي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست، حمیدالله اخندزاده، د چهار شنبې پر ورځ ویلي چې دغه وزارت د یو منظم سیستم د جوړولو سره په هڅه کې دی تر څو افغانستان د ټرانزیټ پر څلورلارې بدل کړي.

ښاغلي اخندزاده همدا راز د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ګډون څلور هېوادونه د ټرانزیټ د لارې نښلول شوي دي.

افغانستان، هند، پاکستان او ازبکستان هغه هېوادونه دي چې د ټرانزیټ له لارې نښلول شوي دي.

حمیدالله اخندزاده په دغه ناسته کې و ویل: « د یو منظم ټرانسپورټي او ټرانزیټي پلان له مخې په دغه برخه کې ډېرې هڅې شوي، چې پانګه اچونې ته زمینه برابره شي، تر څو د دغې لارې په کم وخت کې افغانستان د سیمې د ټرانزیټ پر څلورلارې بدل شي.»

د ټرانسپورټ وزارت د پلان برخې رییس، رستم حفیظیار په دې تړاو وویل: « د افغانستان سټراټیژیک او جیوپولټیک موقیعت ډېر ارزښت لرونکی دی، ځکه افغانستان په وچه پوښل شوی، اوس مهال هوایي دهلیزونه هم فعالیت کوي.»

د دې سره هم مهاله د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس، بخت الرحمن شرافت، ویلي چې د اقینې او تورغنډۍ د رېل پټلۍ د نښلولو لپاره یې د قزاقستان د مسلکي انجینرانو سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

بخت الرحمن شرافت و ویل: « راتلونکې اوونۍ یا لس ورځې وروسته د قزاقستان سره یوه بله هوکړه لاسلیک کوو، چې هغه قزاقي انجینران چې د رېل پټلۍ په برخه کې تجربه لري، راشي او په اقینه کې د رېل پټلۍ خدمتونه ترسره کړي او د تورغنډۍ له لوري اقینې ته انتقالات ترسره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د چهارشنبې پر ورځ اعلان کړې، چې د روان لمریز کال په لومړۍ ربع کې ۳۰۹ زره ټنه توکي د افغانستان څخه ټرانزیټ شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ټرانسپورټ او ټرانزیټ ملي ورځ؛ افغانستان به د ټرانزیټ پر څلورلارې بدل شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*